د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا دخپلو امریکائې متحدینونه غوښتی دی چې دمرستی په منظور  افغانستان ته نورعسکر ولیږی


دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال ریچرد بوچر پرو ن ددوشنبی په ورځ په بروسیلزکې وویل، داروپائې عسکرو لپاره ډیر ضرورت دی چې دغه عسکر څنگه عملیات کوی . هغه وویل، دغه هیوادونه باید هغه محدودیت لیری کړی چې په افغانستان کې دعسکرو دتکتیکی ځای په ځای کولو باندی لگیدلی دی . ځینی اروپائې هیوادونه دامریکا دغوښتنی سره چې وائې، افغانستان ته دی عسکرولیږی څو دناټو دقواوسره مرسته وکړی چې دیاغی طالبانو سره په جگړه اخته دی . په افغانستان کې دناټو څه دپاسه پنځه دیرش زره عسکر دیره دی . امریکا په دغه هیواد کې څه دپاسه ٢٧ زره عسکر لری . ددغو عسکرو یوه برخه دناټوپوری تړلی ده او بله برخه ئې دامریکا په مشری دائتلاف دقواو پوری ارتباط لری .

XS
SM
MD
LG