د لاس رسي وړ اتصالات

دقبائلیانو او دخارجی افراطیانو ترمنځ دتیری هفتی جگړه ښئ چې هغه سټراټیجی کارورکوی چې محلی قبائلی ډلې ئې دی ته هڅولی دی چې افراطیان له خپلو سیمونه اوباسی


دپاکستان حکومت وائې، دقبائلیانو او دخارجی افراطیانو ترمنځ دتیری هفتی جگړه ښئ چې هغه سټراټیجی کارورکوی چې محلی قبائلی ډلې ئې دی ته هڅولی دی چې افراطیان له خپلو سیمونه اوباسی . ازبکان اود چیچین افراطیان دواڼه په ښارکې دطالبانو دطرفدارو قبائلیانو سره جنگیدلی دی . په جنوبی وزیرستان کې واڼه مشهورښارگوټی دی چې دافغانستان دسرحد سره نژدی پروت دی . په دغه دښته کې تقریبآ ١٦٠ تنه وژل شویدی چې ١٣٠ تنه ئې ازبکان او چیچین جنگیالی دی . اوس په دغه سیمه کې اوربند ټینگ دی . سره لدی چې پاکستان دبری ادعاکوی، هغه قبائلیان چې دازبکانو او چیچنیانو سره جنگیدلی دی،وائې، دوی به دهغو خارجی قواو په خلاف دسرحد نه په اخوا خپلو حملوته دوام ورکړی چې په افغانستان کې دناټو دقواوسره دیره دی. په پاکستان باندی له هغو تړونونو له کبله انتقاد کیږی چې په شمالی او جنوبی وزیرستان کې ئې دقبائلی مشرانوسره پدی منظورکړیدی چې لیری پرته سیمه دالقاعدی پوری مربوطو افراطیانونه پاکه کړی . دناټو او امریکائې ماموران وائې، له هغه وخت نه راپدی خواچې دغه موافقی شویدی په افغانستان کې حملی زیاتی شویدی .

XS
SM
MD
LG