د لاس رسي وړ اتصالات

افغان چارواکي وايي ېوه ځان وژونکي چې عسکري درېشى ېې اغوستى وه دافغانستان په جنوب کې څلور تنه پولېسان  وژلي دي.


افغان چارواکي وايي ېوه ځان وژونکي چې د افغان قواو د عسکرو درېشى ېې اغوستى وه دهېلمند په ولاېت کې ېې د پولېسو په مرکزى دفتر کې ځان په بم والوزاوه او څلور تنه پولېسان ېې نن د سه شنبى په ورځ له ځان سره ووژل. د پولېسو رپوټ وايى چى لږ تر لږه ېوبل پولېس په دغه چاودنه کې چې د هېلمند ولاېت په مرکز لشکرگاه کې وشوه زخمى شوېدى. دپولېسو قوماندان ووېل بم چوونکى غوښتنه وکړه چې د پولېسو دفتر ته ننوزى . کله چې دهغه تالاشى کېدله نو ځان ېې په بم والوزاوه. په داسى حال کې چې له پسرلي سره د جگړې موسم راغلى دى، د ناټو قواو په هېلمند کې په ېوه ستره تهاجمى حمله پېل کړېدى. دناټو او افغان قواو په دې تازه ورځو کې لسهاو طالب جنگېالى وژلي دي. ېاغېانو دا وعده کړېده چې د ژمى له پاېته رسېدونه وروسته به د عنعنوى گورېلايي جگړې دېو برخې په توگه خپلى حملې زېاتى کړې. په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدى چې د ننگرهار په ولاېت کې دامرېکا په مشرۍ قواو او افغان قواو څلور تنه او ېو څه وسلى د تالاشى په ترڅ کې نېولى دي. تالاشى د ننگرها ر ولاېت د مرکز جلال اباد په ښار کې په ېوه ودانى کې کېدله.

XS
SM
MD
LG