د لاس رسي وړ اتصالات

اېران او اروپايي اتحاد د اټومى جنجال په سر بېا خبرى پېل کړېدى.


داروپا ېو عالېرتبه استاځي او داېران ېوه ستر مرکچي په دې موافقه کړېده چې له غرب سره دتهران د اټومى جنجال د حل کولو لپاره به مذاکراتو ته دوام ورکړي. داروپاېې اتحآد دخارجى پالېسى مشر هاوېر سولانه اوداېران مشر مرکچي على لارېجانى ددوشنبى په ورځ په ټېلېفون باندى خبرى وکړې. داروپايي اتحاد ېوه نطاقه وايي ښاغلي سولانه په دې ټېنگار وکړ چې نړېواله ټولنه د جنجال د حل کولو لپاره لېواله ده او خبرى دې بېا پېل شى. نطاقې ووېل دواړو استاځو په دې موافقه وکړه چې دواړه به ډېر ژر بېا خبرى وکړې. همدارنگه ددوشنبى په ورځ دامرېکا د بهرنېو چارو د وزارت مرستېال نېکولس برنز اېران ته خبردارى ورکړ چې که اېران دملگرو ملتونو د اټومى اېنرژى له ادارى سره په همکارى کې ناکام سى نو په نتېجه کې به اېران نور هم تجرېد شى. اېران د ېکشنبى په ورځ ووېل چې دملگروملتنو داټومى اېنرژى له ادارى سره به خپله همکارى محدوده کړى. اېران دا اعلان وروسته له هغه نه وکړ چې دملگرو ملتونو دامنېت شورى راېې ورکړې چې پراېران باندى په دې خاطر نوى بندېزونه ولگوى چې اېران د خپلو ېورانېمو د غنى کونگ له بندولو نه انکار کړى و. په همدى پورې مربوط رپوټ کې داېران دمرکزى بانک مشر ابراهېم شېبانى وايي دا نوي بندېزونه به داېران په اقتصاد ناوړه اغېزه ونکړى. ښاغلى شېبانى داخبرى دمالېزېا په پاېتخت کوالالمپور کې نن د سه شنبى په ورځ داسلام د مالى چارو د مجلس په ترڅ کې په ضمنى ډول وکړې. دنووبندېزونو په لړکې اېران ته شپېته ورځى وخت ورکړل شوېدى چې د خپلو ېورانېمو غنى کول وځنډوي. دېورانېمو غنى کول هغه بهېردى چې د اټومى وسلو د جوړولو لپاره ترېنه کار اخېستل کېدلى سى. که اېران له بندېزونو سره سم عمل ونکړى نو نور بندېزونه هم پرې لگېدلى سى.

XS
SM
MD
LG