د لاس رسي وړ اتصالات

دموټر بم په چاودنه کې له رمادى نه بهر په عراق کې لس تنه وژل شوېدى.


دعراق چارواکى وايي ېوه ځان وژونکى دموټر بم په چاودنه کې لږ تر لږه لس تنه له رمادى نه بهر په عراق کې وژلې دى. رپوټ وايي په چاودنه کې ٢٥ کسان زخمېان شوېدى. نن د سه شنبى په ورځ د وخته دامرېکا اردو اعلان وکه دموټر بم د شبکى دوه تنه مشران ېې نېولى دى. داسى گومان کېږي چې هغوى به د نهه سوه شاوخواکې عراقېانو د وژلو او نېژدې دوه زره کسانو د زخمى کولو مسوول وى. دامرېکا پوځ وايي حاطم کاظم عبدالله الشېمارى او حېدر راشد ناصر الشمارى الجعفر د تېرې چارشنبى په ورځ په بغداد کې په جلا جلا ډول ونېول شول. دوى دواړه د بغداد د آدهمېه په سېمه کې چې زېاتره پکى سنېان اوسېږى ونېول شول. دامرېکا اوعراق قواوې په بغداد کې په سختو امنېتى اقدامات ددى لپاره لگېادى چې فرقه ېې مرگ ژوبله بنده کړى او دهغو ېاغېانو وړې وړې ډلې گډې وډې کړى چې د ځان وژونکېو حملو مسوول دى. دامرېکا پوځ نن د سه شنبى په ورځ دا اعلان هم کړېدى چې د سمندرى قواو ېو عسکر ېې تېره اونى دالانبار په ولاېت کې د جنگى عملېاتو په ترڅ کې مړسو.
XS
SM
MD
LG