د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلو دعربو دسولې پلان ته په احتیآط سره هرکلی ویلی دی


داسرائیلو صدراعظم یهود اولمرټ دعربو دسولې پلان یوانقلابی بدلون بللی دی . په دغه پلان کې راغلی دی چې دعربو له هغو ځمکونه چې د١٩٦٧ م کال دعربو اسرائیلو په جنگ کې اسرائیلو له عربونه نیولی وی،داسرائیلو دوتلو په بدل کې به ټول عربی ملکونه داسرائیلو سره بشپړ ډیپلوماتیک روابط ولری. ښاغلې اولمرټ وویل، کیدای شی چې دغه پلان په پنځو کالو کې سیمی ته سوله راوړی مگر هغه داسرائیلو دورځپاڼۍ سره په مرکوکې خبرداری ورکړچې مخکې لدی نه چې اسرائیل دغه پلان ومنی پکارده چې پوره بدلون پکې راشی . هغه په بشپړتوگه دعربو اصل غوښتنه ردکړه چې وائې، اسرائیل به هیڅکله په میلونو فلسطینی مهاجرو ته اجازه ورنکړی چې په اسرائیلو کې خپلوکورونو ته بیرته راستانه شی. داسرائیلوماموران وائې، هیواد ته دمیلونو مخالفو فلسطینیانو بیرته راتگ به ملی انتحاروی . اسرائیل داهم نه غواړی چې دعربو له هغو ځمکونه اووځی چې د١٩٦٧ م کا ل په جنگ کې ئې له عربانونه نیولی وی ځکه ددی معنئ به دبیت المقدس دزاړه ښار او داردن دسیند په لویدیځه غاړه کې دناقلویهودانو له ټولو ابادیو نه لاس په سرکیدل وی . په واشنگټن کې داسرائیلو پخوای سفیر ډانی یالون وائې: ښائې چې دسعودی عربستان پلان دخبرو لپاره یو ښه اساس وی مگر نه دحکم په حیث ، د١٩٦٧ م کال سرحدونه، بیت المقدس او البته مهاجر دپیل موضوع نده . مگر دفلسطین حاکمی ډلې حماس دسولې په پلان کې دهرډول بدلون خبرداری ورکړیدی : دفلسطین صدراعظم اسمعیل حانیه وویل، دمهاجرو په سربه معامله ونه شی چې اجازه نه ورکول کیږی چې خپلو کورونوته ستانه شی . ای لون وائې، دا کاربه ونشی . اسرائیل به هیڅ امر ونه منلی شی . اسرائیل دغه پلان دسولی دخبرو دیواساس په حیث گڼی ، په داسی حال کې چې عرب ورته ددغه جنجال دختم په سترگه گوری او دابه مشکله وی چې دا واټن سره رانژدی شی .

XS
SM
MD
LG