د لاس رسي وړ اتصالات

سرتېرو طالبانو اوه تنه افغان پولېسان په ېوه ناڅاپي حمله کې وژلى دى


دافغانستان چارواکي وايي ېو شمېر کسانو چې گومان کېږى سرتېرى طالبان به وي په ېوه ناڅاپى حمله کې ېې لږ تر لږه اوه تنه پولېسان دافغانستان په جنوبى برخوکې د پولېسو پرېوه کاروان باندى دبرېد پروخت وژلي دي. دکندهار دامنېه قوماندان عصمت الله علېزي نن د ېکشنبى په ورځ ووېل وسله والو سرتېرو د پولېسو پر هغه کاروان حمله وکړه چې دپولېسو د ېوه بل کاروان دملاتړ لپاره چې د شورابک په علاقه دارۍ کې محاصره شوى و په بېړه ور روان و. دامنېې قوماندان وايي پولېسو ځوابى ډزې وکړې خو هغه کسان چې گومان کېږى طالبان به وي وتښتېدل. په ېوه جلا پېښه کې وېل شوېدى چې طالبانو نن د ېکشنبى په ورځ د هېلمند په ولاېت کې درى تنه په دې تور غر غره کړل چې دناټو قواوته ېې جاسوسي کوله. د طالبانو نطاق ددغو وژنو مسوولېت په غاړه اخېستى دى. هغه ووېل دغو درى کسانو د برتانېې عسکرو ته د طالبانو دهغه قوماندان په باب خبرورکړى و چې دناټو په هوايي بمبارۍ کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG