د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د برتانوی عسکرو د خوشی کولو اعلان کړیدی


د ایران جمهور ریس احمدی نژاد ویلی دی چی دی به هغه ١٥ برتانوی سمندری عسکر خوشی کړی چی دوه هفتی وړاندی د دوی د سمندر په حدودو کی نیول شوی وو. ایران وایی چی دا کسان به د پینجشنبی په ورځ ایران نه ووځی د ایران جمهورریس پخپله په تلویزون د د برتانوی اسیرانو سره د خبرو په حال ښودل شویدی بلخوا د انگلستان صد را اعظم ټونی بلیر ویلی دی چی انگلستان د ایران د اولس دپاره ډیر ښه نیت لری او غواړی چی موجودی مسلی خبرو د لاری حل کړی . هغه ویلی برتانیی د خپلو اسیرانو په سر د ایران سره د ډیری محتاطی رویی نه کار اخیستی او د خصومت نه یی ډډه کړیده د ایران جمهورریس ویلی چی انگلستان ورته په یو لیک کی دا لوظ ورکړی چی اینده کی به د ایران د سمندری حریم نه تیرئ نه کوی .ایران وایی چی دوی دغه ١٥ تنه ماڼو گان او بحری عسکر د خپلو اوبو په ‏ حدودو کی نیولی دی. خو انگلستان دا تور نه منی

XS
SM
MD
LG