د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې په فرقه ئې نښتو کې څلویښت تنه وژل شوی


په پاکستان کې ماموران وائې، پوځ په لیری پراته شمالی ښارگوټې کې په نښته کې څلویښت تنه وژل شوی او لږترلږه ۴٠ تنه پکې زخمیان شویدی . پرون دجمعی په ورځ کله چې په پړه چنارکې دسنیانو او شعیه گانو ترمنځ نښته وشوه او مقاماتو سمدستی دکرمی په نیمه خودمختاره سیمه کې په گرځیدو راگرځیدو باندی بندیزولگاوه. ددغې نښتی علت په مستقیم ډول ندی تائید شوی . مگر اوسیدونکی ویلی دی چې دغه نښته هغه وخت ونښته چې مظاهره چیانو په بله فرقه وغندله . په دغې قبائلی سیمه کې یو مامور صاحب زاده محمد انیس خبریالانوته نن دشنبی په ورځ وویل، پوځی هلیکپټری په دغه سیمه باندی پروازونه کوی. مقامات وائې، عسکرو ته امرشویدی چې که څوک امرونه منی نو وی ولی . پړه چنار دپیښور جنوب لویدیځ ته په ٢٥٠ کیلومتری کې پروت دی . دنولسوه اتیادلسیزی نه راپدی خوا په پاکستان کې دسنیانو اوشعیه گانوترمنځ په نښتو کې په زرگونوکسان وژل شویدی .

XS
SM
MD
LG