د لاس رسي وړ اتصالات

دامریکا یوې  لوړ رتبه ډیپلوماتې  سومالیه ته ناڅاپه سفروکړ


دامریکا یوه لوړرتبه ډیپلوماته سومالیه ته ناڅاپه سفر کړیدی چې دختیځی افریقا دانتقالی مشرتابه سره خبری وکړی . دافریقائې چارو لپاره دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت مرستیاله ‏(‎جیندائې فریزر ‏)‎ نن دشنبی په ورځ دجمهوررئیس عبداله یوسف او صدراعظم علی محمدی گیدی سره پخوانی موقتی پائتخت ‏(‎ BAIDOA ‏)‎ کې ملاقات وکړ.میرمن فریزر دامریکا لوړ رتبه ماموره ده چې د١٩٩۴ نه راپدی خوا سومالیه ته سفرکوی . هغه ماموران چې دمیرمن فریزر دماموریت په باره کې معلومات لری، وائې، هغه سومالیه ته لدی لپاره سفرکړیدی چې په دغه هیواد کې دملی بیا پخلاکیدنی دکوښښونو ملاتړ وکړی . میرمن فریزسومالیه ته دشپږورځنی اوربند نه وروسته سفرکوی.په مگه دیشو کې دیاغیانو او دسومالیه دقواو ترمنځ چې دایتوپیا دعسکرو ملاتړ ورسره دی، دیوې هفتی نښتونه وروسته دغه اوربند شوی. په دغو نښتو کې څه دپاسه ‏(‎ ٣٨٠ ‏) تنه ملکیان ‎ وژل شویدی . دروانی میاشتی په شپاړسمه نیټه دسومالیه په پائتخت مگه دیشو کې دملی پخلاکیدنی په باره کې یوکنفرانس جوړیږی . ددغه کنفرانس هدف دکلونوکلونوگډوډۍ او تشدد نه وروسته په هیواد کې دثبات دثبات راوستل دی .

XS
SM
MD
LG