د لاس رسي وړ اتصالات

داسرائیلو صدراعظم دفلسطین ددولت دجوړیدو په اړخونو خبری وکړی


داسرائیلو صدراعظم یهود اولمرټ به دیکشنبی په ورځ کله چې دفلسطین جمهوررئیس محمود عباس سره غونډه وکړی نوښاغلې اولمرټ به دښاغلې محمود عباس سره دفلسطین ددولت دجوړیدو په اړخونو خبری وکړی . دښاغلې اولمرټ نطاقه ‏(‎میری ایزن ‏)‎ وائې، اسرائیل دی ته تیاردی چې دفلسطین دراتلونکی دولت په قانونی، اقتصادی او حکومتی جوړښت په باره کې خبری وکړی . میرمن ایزن وائې: صدراعظم ددی کار په باره کې چمتودی چې دا پخپله مهم او اساسی کاردی . موږ غواړو دهغه چاسره کاروکړو چې دوی داسرائیلوپه څنگ کې دفلسطین دولت غواړی او غواړی چې دغه هدف ته داعتدال او خبرو له لاری ورسیږی ، نه دتشدد له لاری . اسرائیل غواړی چې جمهوررئیس عباس قوی کړی په داسی حال کې چې دحماس افراطی ډله کمزوری کوی چې نه غواړی داسرائیلو دولت په رسمیت وپیژنی یاتشدد وغندی .د حماس افراطی ډلی دښاغلی عباس سره ائتلافی حکومت جوړ کړیدی او دسولی کوښښونه ئې پیچلی کړیدی . اسرائیل وائې، که حماس په قدرت کې وی نو دفلسطین ددولت په مهمو موضوعاتوبه ورسره خبری ونکړی چې پدی کې دمهاجرو، بیت المقدس اودسرحدونو موضوعگانی راځی .

XS
SM
MD
LG