د لاس رسي وړ اتصالات

ې د کربلا په ښار کې د یو موټر بم په چاودنه کې ۴٠ کسان وژل شوي


عراقي چارواکي وايي چې د کربلا په ښار کې د یو موټر بم په چاودنه کې ۴٠ کسان وژل شوي او تر پنځوسو نور ټپیان شوي دي. حکومتی تلویزیون د ژغورنې عملیات وښودل چې ټپیان یې روغتونو ته بیول کیدل. دغه برید د حضرت امام حسین د زیارت په ٢٠٠ مترۍ کې چې د شیعه مسلمانانو لپاره ډیر مقدس ځای دی وشو. په یوه بله حمله کې چې د بغداد د جدریه دپله په برخه که وشوله لس نور کسان ووژل شول. دا د بغداد په مهمو پلونو که دوهمه پیښه ده چې په تیره هفته کې کیږي. تیره پنجشنبه په یوې ځان مرگي پیښه کې چې د بغداد په شمال کې وشوه اته کسان مړه شول او یو شمیر موټرې سیند ته ولویدل.

XS
SM
MD
LG