د لاس رسي وړ اتصالات

د سریلانکا پوځ وایی چی د تامیل یاغیانو پنځه تنه ملکی کسان وژلی دی.


د سریلانکا پوځ وایی چی د تامیل یاغیانو د ملک په ختیځه برخه کی د دوو ماشومانو په شمول پنځه تنه ملکی کسان ویشتلی او وژلی دی. د سریلانکا حکومتی چارواکو وویل چی دغه حمله د جمعی په ورځ د پایتخت کولبو په ٢٢٠ کیلومتری کی د ایراور په ښارگوټی کی وشوه.د چارواکو په قول یاغیانو دغه کسان له خپلو کورونو راویستل او بیا یی پری ډری وکړی.په دغو وژل شوو کسانو کی یو دری کلن ماشوم او یوه پنځلس کلنه نجلی هم شامل دی. د رویتر خبری آژانس د یاغیانو د نطاق په قول وایی چی یاغیانو ددی حملی مسولیت ندی اخیستی او هغه یی د سریلانکا د حکومت په غاړه وراچولی دی. دغه حمله نن پداسی حال کی وشوه چی سریلانکا د نوی کال عنعنوی میله نمانځله.

XS
SM
MD
LG