د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان وژونکي هغه څلور افغان ماموران وژلى دى چې دامرېکا د ېوې شخصى کمپنى ته ېې کارکاوه


دافغانستان چارواکي وايي چې ېوه ځان وژونکي هغه څلور افغان ماموران وژلى دى چې دامرېکا د ېوې شخصى کمپنى ته ېې دامنېتى چارو لپاره کارکاوه. هغوى وايي چې بم چوونکي ېو ټپ ټپى موټر هغه موټر ته ورنېژدى که چې د امرېکا د امرېکا د(U.S. Protection and Investigations) په نامه کمپڼى ملکېت و. تردې وروسته، سر تېري خپل چاودونکي مواد وچول. ددغې کمپنۍ پنځم مامور نن د ېکشنبى په ورځ په هغه چاودنه کې زخمى شو چې دکندهار په ولاېت کې وشوه. تردې ېو څو ساعته مخکى دناټو قواو رپوټ ورکړ چې لږ تر لږه لس تنه طالبان ېې په ختېځ افغانستان کې ووژل. پنځه لس تنه نور سر تېري نښته کې زخمېان سول او ېو مشکوک ونېول سو. په ېوه جلا رپوټ کې دامرېکا پوځ نن د ېکشنبى په ورځ وايى شپږ سر تېري طالبان په هغه جگړه کې ووژل شول چې د شنبى په ورځ دافغان او اېتلاف له قواوسره دهېلمند په ولاېت کې پېښه شوه. همدارنگه د شنبى په ورځ ېوه ځان وژونکي دخوست په ولاېت کې اوه پولېسان او ېوملکي سړى ووژل. رپوټ وايي چې طالبانو ددغې چاودنې مسوولېت په غاړه اخېستى دى.

XS
SM
MD
LG