د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال سورصلیب پنځلس ملیون ډالرو ته ضرورت لری


د سره صلیب په یوه خبر لیک کی چی نن خپور شو راغلی چی دغه پنځلس ملیون ډالره به د سلو زرو عراقی کډوالو کورنیو چی شپیته زره په سوریه او څلویښت زره په اردن کی دی د عاجلو روغتیایی ستونځو د حلولو په لارو چارو ولگول شی. همدا شان د ملگرو ملتونو عمومی سرمنشی بان کی موون د عراق له گاونډیو ملکونو وغوښتل چی د عراقی کډوالو لپاره چی د فرقوی جنگونو او د یاغیانو د حملو د لاسه د ملک پریښودو ته اړ کیږی ، د دوی پر مخ خپل سرحدات خلاص پریږدی. د ملگرو ملتونو د مهاجرینو د اداری د اټکلی احصایی له مخی یو اعشاریه دوه ملیون عراقیان سوریی او اوه سوه پنځوس زره اردون ته کډه شوی او نژدی دوه ملیون خلک په خپله عراق کی بی کوره شوی دی.

XS
SM
MD
LG