د لاس رسي وړ اتصالات

طالب جنگېالي دافغانستان د ملى پولېسو دمنصبدارانو  په جامه کې خپل ځان معرفى کوى او غېر قانونى پوستى جوړوى


دامرېکا د پوځ جگړن کرېستو فر بېلچر وايى افغان او خارجى قواو په دغه هېواد کې د پولېسو تر سلونه زېات جعلى ېونېفورمونه او دهوېت جعلى کارتونه په دې نېژدى اونېو کې نېولى دى. جگړن بېلچر په دې باب داسى وايي : (١) (... په تېرو دوو اونېو کې څو څو رپوټونه راغلى دى چې طالب جنگېالي دافغانستان د ملى پولېسو دمنصبدارانو په جامه کې خپل ځان معرفى کوى او غېر قانونى پوستى جوړوى چې محلى ملکى افغانان تهدېد کړى، وې بېروى او برمته ېې کړى. دى وايى چې د چارشنبى په ورځ دامرېکا خاصو قواو او افغان عسکرو دهرات په ولاېت کې دغه راز ېوه موقتى او جعلى پوسته ورانه کړه. بېلچر په دې باب داسى وايي : (٢) (... د طالبانو جنگېاليو د پولېسو جعلى ېونېفورم اغوستى و او غېر قانونى پوسته ېې جوړه کړې وه. ترهغې وروسته ېې هڅه وکړه چې په هغه مشترکه گزمه باندى، چې پوستى را نېژدى کېدله ناڅاپى حمله وکړى.) جگړن بېلچر وايى په هغه نښته کې چې تردې وروسته پېښه شوه، لږ تر لږه درى ېاغېان ووژل شول او درې نور ښه کارى زخمېان سول. ماهران وايى دوى په دې عقېده دى چې ېاغى طالبان په لوى لاس په ملکى افغانانو باندى ددى لپاره حملى کوى چې په خلکو کې وېره پېدا کړى او په محلى ټولنو باندى زېات کنترول ولرى. د بشرى حقوقو دعفوې نړېواله اداره وايى پر ملکى خلکو باندى حملى عامى دى اوپه دې کې ځان وژونکې چاودنى، برمته کونې او سرغوڅونې هم شاملى دى. رپوټ وايي چې په قربانېانو کې د ښځو د حقوقو مبارزېنې ، دانتخاباتو کاندېدان، دېنى مشران، د حکومت د روغتېاد چارو ماموران او محلى خبرېالان شامل دى. د عفوې نړېواله موسسه وايى د طالبانو دنظامى چارو په لارښود کتاب کې په ملکېانو باندى برېدونه په برالا ډول تائېد سوېدى. دبشرى حقوقو دا ډله دمثال په ډول وايى چې په لارښود کتاب کې ( ٢٥- مه) ماده وايى که چېرې هغه ښوونکي چې له تدرېس نه منع کېږى دخبردارېو او گواښونو پروانه کوى نو پکارده چې هغوى ووهل شى او ووژل شى. طالبان وايى چې داکار د اسلام داصولو مخالف کاردى. طالبان اونور ېاغېان د نجونو تعلېم غېر اسلامى بولى او وايى هغه نجونى چې په ښوونځېو کې وي پرهغو حمله کول مشروع کار دى. د بشري حقوقو نړېواله اداره اټکل کوى چې په افغانستان کې تر ېوسلو اتېاو زېات ښوونځى په ٢٠٠٥ مېلادى کال کې سوځول شوېدى. طالبانو د هغو کسانو د وژلو امر هم کړېدى چې په افغانستان کې دامرېکا په مشرى قواو له مداخلى سره همکارى او ملاتړ وکړى.

XS
SM
MD
LG