د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې دبمونو په چاودنو کې لږترلږه اوه تنه وژل شویدی


په افغانستان کې مقامات وائې، دپاکستان سرحدته نژدی په ختیځ ښار خوست کې دبمونو دوه چاودنی شویدی چې لږترلږه اوه تنه پکې وژل شویدی او یوزیات شمیرنورزخمیان دی . مامورانو نن دیکشنبی په ورځ وویل، سرتیری بم اچونکی یوبازارته نژدی خپل ځان په بم والوزاوه، په داسی حال کې چې پولیسانو تعقیبوه. په دغه چاودنه کې لږترلږه شپږتنه ملکیان وژل شوی او تقریبآڅلویښت تنه نور زخمیان شویدی . تراوسه پوری هیچا ددغې حملی مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی . لږمخکی په یوبازارکې چې ډیره گڼه گوڼه پکې وه، چاودنه وشوه،یودکاندارپکې ووژل شواو اوه تنه نورئې زخمیان کړل . ماموران وائې، ددوسیالو ډلو ترمنځ دجنجال په نیتجه کې دبم دغه چاودنه وشوه او دا دطالبانو پوری ارتباط نلری . له بل پلوه افغان مقاماتو نن دیکشنبی په ورځ وویل،پرون دشنبی په ورځ دپکتیا په ولایت کې دټوپکوپه ډزو کې پنځه تنه افراطی طالبان او دپولیسو یوصاحب منصب وژل شوی وو. مشکوکو افراطی طالبانو پدی ورستیو وختو کې د‏خوست په ولایت کې یوشمیرحملی کړیدی . دروانی میاشتی په څوارلسمی نیټه یوسرتیری دپولیسو دماموریت مخی ته خپل ځان په بم والوزاوه چې دځان سره ئې اوه تنه دپولیسو صاحب منصبان ووژل .

XS
SM
MD
LG