د لاس رسي وړ اتصالات

د بنگله دیش محکمې ، د پخوانۍ صدراعظمې په اړه حکم لغوه کړی دی


نن د دوشنبې په ورځ د ډاکې د یوې محکمې مامورینو وویل چې محلي قاضی دا پریکړه د پولیسو له هغه راپور څخه وروسته کړې ده چې وایي دوی پر شیخ حسینې د قتل د لگیدلو تورونو په باب د پلټنو لپاره، نور وخت ته هم اړتیا درلوده.

د یکشنبې په ورځ یوې بلې محکمې امر کړی و چې شیخ حسینه او د هغې دوه مرستیالان محمد نسیم او عبدالمالک باید د هغو څلورو وژنو په تور ونیول شي چې تیر کال په بلواگانو کې وژل شوي ؤ. خو له بلې خوا میرمن حسینې دا ټول تورونه رد کړي دي.

د بنگله دیش پخوانۍ صدر اعظمه دا وخت په لندن کې ده او د یکشنبې په ورځ چې کله هغه ډاکې ته روانیدله نو د انگلستان هوایي شرکت، بریټیش اییر ویز ورته پخپلو الوتکو کې د سفر کولو اجازه ورنه کړه ځکه په بنگله دیش کی د پوځ په ملاتړ قایم حکومت نه غواړی چی هغه خپل هیواد ته ستنه شي.

میرمن حسینې د امریکا غږ له بنگله سرویس سره د مرکې پر وخت ویلي چې خپل وطن ته ستنېدل، دهغې ریښتونی حق دی. میرمن حسینه شیخ له ١٩٩٦ کال څخه بیا تر ٢٠٠١ میلادي کاله پورې، د بنگله دیش صدر اعظمه وه.

XS
SM
MD
LG