د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان جمهوررئیس وایی چی د حامد کرزی د تروریزم سره په جگړه کی هییڅ هم نه کوی.


د پاکستان جمهوررئیس، پرویز مشرف وایی چی د افغانستان جمهوررئیس، حامد کرزی، د تروریزم سره په جگړه کی هییڅ هم نه کوی او د طالبانو سره جگړه بایلي.

جنرال مشرف دا تبصره په هسپانیه کی د هغه هیواد د الپیاس په نامه د یوې ورځپاڼي سره په خپره سوې مرکه کی وکړه. هغه په همدې هفته کی هسپانیې ته په سفر تللی او د هغه ملک د مشرانو سره یې خبري کړي دي.

جمهور رئیس مشرف، ښاغلی کرزی د پاکستان سرسخته انتقاد کونکی وباله او ویی ویل چی د افغانستان جمهوررئیس د تروریستانو د حملو په مخنیوي کی ناکامه دی. هغه د پاکستان د کوششونو دفاع وکړه او ویې ویل چی ده د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کی اتیا زره عسکر اچولي دي چی د مبارزینو د اوښتو را اوښتو مخه ونیسی.

جنرال مشرف په دې مرکه کی د ښاغلي کرزي هغه تورونه هم رد کړي دي چی وایی د القاعدې مشر، اسامه بن لادن، او د طالبانو مشر، ملا محمد عمر په پاکستان کی پټ سوی دي. هغه وویل چی دغه دواړه به شاید په افغانستان کی وی.

په دې باب ښاغلي کرزي سمدستي کومه تبصره نه ده کړې. ښاغلی کرزی وایی چی پاکستان د قبایلي سیمو نه افغانستان ته د یاغي طالبانو د را اوښتو په مخنیوي کی په کافي اندازه کار نه دی کړی.

په پاکستان باندی د افغاني او امریکایی چارواکو له خوا دا انتقادونه کیږی چی په افغانستان کی یې د طالبانو د حملو مخه نه ده نیولې چی هغوی د قبایلي گوښه سیمو نه دا حملې کوی.

بله هفته به جنرال مشرف او حامد کرزی په ترکیه کی سره وگوری. دواړه د تروریزم سره په جگړه کی د امریکا مهم متحدین دي.

XS
SM
MD
LG