د لاس رسي وړ اتصالات

عراقی مقامات وایی چی د ایران جمهور ریس په نړیوال کنفرانس کی برخه واخلی


عراقی مقامات وایی چی د ایران جمهور ریس، محمود احمدی نژاد، دا خبره منلی چی د ده حکومت به د عراق په هکله په نړیوال کنفرانس کی چی په دی اونی کی په مصر کی جوړیږی، برخه واخلی.

په هغه خبر لیک کی چی د صدراعظم، نوری الما لیکی د دفتر نه خپور شوی راغلی چی ښاغلی احمدی نژاد د عراق مشر ته ټلیفونی وویل چی تهران به پدی کنفرانس کی برخه واخلی.

دغه اعلان له هغه وروسته وشو چی ایران وویل چی د امنیتی چارو خپل عالی رتبه مامور علی لاریجانی به د دی کنفرانس په هکله د خبرو لپاره بغداد ته واستوی.

دغه دوه ورځنی کنفرانس د پنجشنبی په ورځ د مصر د شرمیل شیخ په هوټل کی دایریږی. په دی کنفرانس کی به د امریکی د بهرنیو چارو وزیره، کاندولیسه رایس، د عراق د گاونډیو ملکونو هیتونه او د ملگروملتونو استازی، گډون وکړی.

په عراق کی یوه عالی رتبه قوماندان د ایران د قدس مشهوره پوځ لدی امله تورن کړی چی په عراق کی د یوی مخفی افراطی ډلی سره مرسته کوی.

XS
SM
MD
LG