د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٩۴ د مې پر لسمه نېټه نلسن رولی لالا مانډیلا د جنوبی افریقا...


د کال ١٩٩۴ د مې پر لسمه نېټه نلسن رولی لالا مانډیلا د جنوبی افریقا د لومړني تورپوستي جمهوریس په حيث د وفاداری لوړه وکړه.

مانډېلا، چی د ژوند اوه ویشت کاله یې د جنوبی افریقا په زندان کی تېرکړی وه، په خپله افتتاحیه وینا کی اعلان وکړ چی د زخمونو د پټۍ کولو وخت راغلی دی.

دوې هفتې مخکی د جنوبی افریقا څه دپاسه دوه ویشتو میلیونو خلکو د هغه هیواد په لومړنیو څو نژادي پارلمانی انتخاباتو کی برخه واخیستله.

د خلکو یوه پراخ اکثریت مانډیلا او دهغه د افریقا ملی کانگریس گوند د هیواد د رهبری کولو لپاره وټاکل.

مانډېلا د جمهوریس په حيث د حقیقت کمېسیون ته وظیفه ورکړه چی د نژادی توپیر د رژیم د واکداری په وخت کی د بشر پر حقوقو باندی د تېرېو په باب تحقیقات وکړی او د جنوبی افریقا د تورپوستانو د ژوند د بهترولو لپاره یې یوه سلسله پروگرامونه طرح کړل.

په کال ١٩٩٦ کی یې د جنوبی افریقا دپاره د نوي اساسی قانون د تصویبولو د کمېسیون ریاست وکړ.

مانډېلا په کال ١٩٩٩ کی د ایتا کالو په عمر له سیاست څخه تقاعد وکړ او پر ځای باندی یې دافرایقا د ملی کانگریس څخه تابومبیکی د جمهوریس په حيث انتخاب سو.

XS
SM
MD
LG