د لاس رسي وړ اتصالات

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د مې په نهمه نېټه لېکى دامرېکا د اردو ېو قوماندان د هغو ملکېانو کورنېو نه بښنه و غوښته چې...


ورځپاڼه لېکى دا اول ځل دى چې دامرېکا چارواکى په رسمى ډول په دې خبره اعتراف کوى چې دا کسان بى ببه وژل شوى وو.

د افغانستان په ختېځ کې دامرېکا د پوځ قوماندان ډگروال، جان نېکلسن له هغو نونس کورنېو سره ملاقات وکه چې خپلوان ېې وژل شوى وو.

په همدغه جگړه کې پنځوس تنه زخمېان شوى هم وو. ورځپاڼه لېکى دا پېښه جلال اباد ته نېژدى هغه وخت وشوه چې ېوه ځان وژونکى ځان په بم والوزاوه او ترهغى وروسته دامرېکا دخاصو عملېاتو قواو په هغو خلکو ډزې وکړې چې پر سړک موجود وو.

ورځپاڼه لېکى چې ډگروال ووېل زه نن ستاسى په مخکى ولاړ ېم خو ډېر سخت خواشېنى او متاسف او ډېر زېات خجالته ېم چې امرېکا ېانو بېگناه افغانان ووژل او زخمېان ېې کړل.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې هغه په ېوه وېډېوېې کنفرانس کې دامرېکا ددفاع په وزارت کې خبرېالانو ته ووېل چې دوى رسما دامرېکا دحکومت په نماېندگى بخښنه وغوښته او دهر مړى کورنىته ېې دوه زره ډالره ورکړل.

نېوېارک ټاېمز لېکى چې پنتاگان ددى پېښى په باب جناېې تحقېقات کوى. خو داپرېکړه چې په عام محضر کې بښنه وغوښتل شى د پوځ دهغى اندېښنى څرگندونه کوى چې په دې وروستېو وختونو کى دملکېانو مرگ ددى سبب سوى دى چې د افغانانو ترمنځ ناوړه احساسات زېات سى او دا کار نظامى عملېاتو ته خطر پېښولى شى.

نېوېارک ټاېمز د امرېکا ددفاع وزارت دنطاق براېن واېټمن له قوله لېکى هروخت چې موږ ته د ملکى خلکو د تلفاتو مسوولېت را په غاړه شى موږ په دې پوهېږو چې د مامورېت په سرته رسولوکې زموږ توان اوقابلېت ته تاوان رسوى

نېوېارک ټاېمز د خپلى تبصرى په ترڅ کې لېکى معمولا چې دملکېانو د مرگ لپاره خونبها تادېه سوېده له هغوسره په خبر لېک کې داهم وېل سوىدى چې پوځ دانه منى چې گواکې ددوى عسکرو په نامناسبه توگه عمل کړېدى.

خو په دې مسله کې ډگروال نېکلسن دمعمول نه ډېر زېات پر مخ ولاړ او داېې ومنله چې ملکېان بېگناه افغانان وو.

نېوېارک ټاېمز لېکى هغه په خپلو خبرو کې د وژل شوو کورنېو ته ووېل چې دا ډېره ناوړه غلطى وه او زما ملت لتاسى سره په دې ، مصېبت ، غم او زېان کې شرېک دى. موږ په ډېر عجز او درناوى له تاسى نه د بښنى خواهش کوو.

ورځپاڼه لېکى چې دمشرانو جرگې د ملى پخلاېنى او عفوې مصوبه منظورکړه او ولسى جرگى هم دغه لاېحه منظور کړېده.

که چېرې دا لاېحه دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزى لاسلېک کړى نو هغه ټول کسان به عفو شى چې په افغانستان کې په تېرو څو لسېزو کې په جنگ او شخړو کې لتاړ وو.

پاک ټرېبېون لېکى چې د ېکشنبى په ورځ دافغانستان د مشرانو جرگى ېو شمېر سناتورانو په خپلو وېناگانو کې په دې ضرورت ټېنگار وکه چې دافغانستان دپخوانى لومړى وزېر گلبدېن حکمتېار سره دې مذاکرات وشى. د نوموړى گوند اوس د حکومت خلاف دى.

پاک ټرېبېون لېکى هغو سناتورانو چې له مخالفېنو سره ېې د مذاکراتو طرفدارى کوله هغوى استدلال کاوه چې په افغانستان کې د سولى اوثبات د راوستلو اوټېنگولو لپاره ېوازېنى لاره له سېاسى ناراضېانو سره مذاکرات دى

د پاک ټرېبېون ورځپاڼه دمى په نهمه نېټه دا هم لېکى چې امرېکا دافغانستان او پاکستان ترمنځ د سولى د جرگى هرکلى کوى.

ورځپاڼه د امرېکا د خارجه وزارت د ېو چارواکى گرېگورى سلېوان له قوله لېکى چې امرېکا په ټېنگه دافغانستان د جمهوررئېس حامد کرزى او د پاکستان د جمهوررئېس پروېز مشرف ددى پرېکړى ملاتړ کوى چې د سولى جرگه په کابل کې داېره شى. سلېوان دترکېې له حکومت نه مننه وکړه چې د ښاغلى کرزى او ښاغلى مشرف د ملاقات لپاره شراېط برابر کړل.

پاک ټرېبېون د سلېوان له قوله لېکى چې دامرېکا متحده اېالات به له افغانستان اوپاکستان دواړو سره په سېاسى او اقتصادى برخو کې همکارى وکړى چې په هغو لارو چارو غور وکړى چې داهلى ځلى کامېابى شى.

XS
SM
MD
LG