د جراحۍ په عملیاتو کې پرمختیاوو د بدن د غړو، د سلولونو او ریشو ویشل په یو حقیقت بدل کړی دي.
خو د بدن غړو ته د تقاضا او د هغې د عرضې په منځ کې په نړیواله کچه درځ موجود دی. کله چې دیو اندیس د خپل کمپیوتر مخې ته کښیني هغه صرف یو ماموریت لري، په متحده ایالاتو کې د انسانانو د بدن د غړو د ویش د لارو چارو بدلون.
هغه وایي ( څنگه به تاسې حاضر شئ چې د خپل بدن غړی هغه چا ته ورکړی چې هغه د خپل بدن غړي له تاسې سره نه شریکوي.
) اندیس د یو سازمان بنسټ ایښوونکی دی چې د (لایف شیررز) یا (ژوند شریکان) په نوم یادیږي. هغه دې ته د بدن د غړو حلقه وایي چې یو ډیر ساده فکر ترویجوي.
د سازمان په وینا څومره چې د لایف شیررز د شبکې غړي زیاتیږي، د بدن غړي به د سازمان ټولو اعضاو ته پیدا کیږي. میکل نیلي په دې ټولنه کې نوی شامل شوی. هغه د ځیگر په پړسوب اخته دی او نوی ایني ته اړتیا لري.
هغه وایي ( زه د هغې غوښتنه نه کوم. زه باید په هغه څه چې یې لرم معامله وکړم.) دا اټکل مشکل دی چې په نړۍ کې به څومره خلک د بدن د اعضاو بدلولو ته په تمه وي. خو نړیوال روغتیایي سازمان د انسانانو د بدن د غړو د قانوني اوغیر قانوني راکړې ورکړې په هکله اندیښنمن دی.
خاصتا په هغو هیوادونو کې چې دغه عملیه په سمه توگه د مقرراتو لاندې نه ده راغلی. نړیوال روغتیایي سازمان وایي د بدن د غړو د معاملې په اړه د احصایې د ثبتولو لپاره کومه نړیواله کړنلاره هم نشته.
په متحده ایالاتو کې که یو محتاج شخص ته د انسانانو له خوا د بدن د اهدا شوو یا بخښل شووغړو لټونه کیږی نو لابراتوارونو او یا هم دولتي سازمانونو ته مراجعه کیږي.
د امریکا د پنځوسو ایالتونو نیمایي د هغو کسانو د موټرچلولو لیسنسونه په نښه کړي دي چې غواړي د خپل بدن غړي صحی مرکزونو ته اعطا کاندي.
میکل نیلي د تقریبا ٩۴ زرو امریکایانو له ډلې څخه دی چې د بدن د غړي د بدلولو جراحۍ ته انتظار باسي، خو په لیست کې له هغه څخه یو شمیر مخکې کسان ښایي دمخه تردې چې نوبت یې راورسیږي، مړه شي.
د وندربیلت په پوهنتون کې د ځیگر د تبدیلولو د پروگرام جراح داکتر میکل پورایکو وایي: ( زه فکر نه کوم چې دا به له مونږ سره مرسته و نه کړي چې خلک مجبور کړو چې له مونږ سره د غړو د بخښلو کارتونه لاس لیک کړي.
مونږ په زور ددې موضوع د عملي کولو څخه کومه مثبته نتیجه نه ده ترلاسه کړی.) خو د لایف شیررز د سازمان غړی دیو اندس له دې سره موافق نه دی، هغه وایي ( که تاسی پرته له دې چې د خپل بدن غړی ورکړۍ او وکړای شئ د احتیاج وړعضو ترلاسه کړی نو زیات شمیر خلک به له هغه څخه گټه واخلي.
هغوی چې هر څه وړیا او په اسانه غواړي، ستونزه همدا ده چې د خلکو د مرگ سبب کیږي.) د لایف شیررز یا د ژوند شریکو په ټولنه کې د هغو کسانو شمیر چې په خپله خوښه د بدن غړي اهدا کوي، صرف یو څو زره کسه دي چې ښایی د ټولو محتاجو ناروغانو لپاره کفایت ونه کړي.
خو ددې ډلې سمبالوونکی میکل نیلي بیا هم خوشبینه دی او وایي ( د لایف شیررز د ډلې سره په یوځای کیدو سره زه د وجود د هغه غړي د موندلو په لور چې ورته اړتیا لرم یوه بله دروازه پرانیزم.
او زه همداشان توانیږم چې خپل غړی هم اهدا کړم.) په سراسر نړۍ کې د بدن د غړو د اهداکولو د سازمانونو پتې په انترنیت کې شته. او میکل نیلي هیله من دی چې د بدن د غړو د اهداکولو په اړه نور هم ښایي د هغه په شان احساس پیدا کړي.