د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٨٠ د مې پر څلورمه د یوگوسلاویې کمونیسټ مشر جوزف بروس ټیټو د اته اتیا کالو په عمر په بلگراډ کی وفات سو


ټیټو د خپل پنځه دېرش کلن حکومت په دوران کی له یوې خوا مارکسیسټی فلسفې او مفکورې ته وفادار پاته سو او له بلی خوا یې د شوروی اتحاد څخه خپل استقال وساته او زیاتره په اختلاف کی ورسره پاته سو.

په خارجی پالیسی کی د ټیټو استقال د شوروی اتڅاد مشر جوزف سټالین په غوسه کړی وو ځکه چی هغه غوښتل چی د ختیځی اروپا سوشلیسټی هیوادونه باید د شوروی اتحاد پیروی وکړی.

سټالین په کال ١٩۴٨ کی یوگوسلاویه دکمونیسټانود اطلاعاتو له دفتر څخه، چی د کونیسټی هیوادونو ترمنځ د ارتباط کړۍ وه، اخراج کړه، او دې کار یوگوسلاویه د شوروی اتحاد څخه عملا بېله کړه.

ټیټو په بدل کی د متحده ایالاتو څخه د اقتصادی او پوځی مرستو غوښتنه وکړه او متحده ایالاتو هم خپلی مرستی ورسره پیل کړې.

جمهوریس هری ترومن او دهغه سلاکارانو دا منتسبه وبلله چی ددې فرصت څخه گټه واخیستله سي او کرار کرار پر ختیځه اروپا باندی د شوروی اتحاد انحصار ته خاتمه ورکړه سی.

خو که د امریکایانو دا مطلب وو چی ټیټو به د خپلی مارکسیسټی مفکورې څخه واړوی نو په دې کی پر غلطه وه.

ټیټو په کال ١٩٨٠ کی تر خپل مرگه پوری کمونیسټی ایډیالوژی ته وفادار پاته سو خود شوروی اتحاد څخه یې مستقله لاره اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG