د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩١٥ د مې پر اومه نېټه د برټانیې لوزیټانیا نومې بېړۍ، د ایرلینډ په جنوب کی...


د کال ١٩١٥ د مې پر اومه نېټه د برټانیې لوزیټانیا نومې بېړۍ، د ایرلینډ په جنوب کی د سیلټیک په سمندرگي کی یوه جرمني اوبتل په توغوندی وویشتله او په شلو کی دقیقو کی ډوبه سوه.

د بېړۍ د ١٩٥٩ سورلیو له جملې څخه د ١٢٨ امریکایانو په شمول، یوولس سوه اته نیوی تنه ډوب سول.

د جرمني دې عمل په امریکا کی خلک سخت په غوسه کړل مگر جرمني د خپل دې اقدام څخه دفاع وکړه او وې ویل چی مخکی یې خبرداری ورکړی وو چی که د برټانیې پر شاوخوا باندی هر ډول بېړۍ د جنگ ساحې ته داخلی سي هغه به ډوبي کړي.

کله چی په کال ١٩١۴ کی لومړئ نړال جنگ پیل سو نو جمهوریس ووډرو ویلسن د امریکا بېطرفی اعلان کړه او د امریکا ډېر پراخ اکثریت د هغه دې دریځ ملاتړ وکړ.

خو څرنگه چی امریکا له برټانیې سره ډېر زیات تجارت درلود نو یې له جرمني سره پر دې خبری ډېر ژر اختلافات پیدا سول چی هغه هیواد د برټانیې شاوخوا اوبه د جنگ سیمه اعلان کړه.

متحده ایالاتو بالاخره جرمني ته درې پرله پسې لیکونه واستول او جرمني بخښنه وغوښتله او ژمنه ی ېوکړه چی نور د برټانیې په شاوخوا سیمه کی ټولي بېړۍ نه ولی.

خو د نوامبر په میاشت کی یې د ایټالیې یوه بېړۍ له خبرداري نه پرته وویشتله او په هغې کی د اوه ویشتو امریکایانو په شمول ٢٧٢ تنه ووژل سول او په امریکا کی د جرمني پر ضد خلک را وپارېدل.

تقریبا یوکال وروسته امریکا له جرمني سره جنگ اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG