د لاس رسي وړ اتصالات

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى د سوېس دېپلوماتانو کوشش وکه چې له هاله اسفندېارى سره چې په اېران کې نېول شوېده ملاقات وکړى


دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د چارشنبى په ورځ لېکى د سوېس دېپلوماتانو کوشش وکه چې له هاله اسفندېارى سره چې په اېران کې نېول شوېده ملاقات وکړى.

نوموړې اصلا اېرانۍ ده. خو په امرېکا کې اوسېږى. واشنگټن پوسټ لېکى مېرمن اسفندېارى (٦٧) کلنه ده او له سلو پونډو نه زېات وزن نلرى. مېرمن اسفندېارى تقرېبا دېوې لسېزې راهېسى په امرېکا کې د ووډرو وېلسن د نړېوال مرکز مشره ده. واشنگټن پوسټ لېکى چې ډېروکمو امرېکا ېانو به له مېرمن اسفندېارى نه زېات کار کړى وى.

هغه شېعه مسلمانه ده او داېران اوامرېکا ترمنځ ېې تل د بحث او مذاکراتو طرفدارى کړېده. ځکه چې دادواړه هېوادونه ددرو لسېزو راهېسى له ېوبل سره ښه مناسبات نلرى.

نېوېارک ټاېمز وايي داېران نامتو وکېلى چې دنوبل جاېزه ېې هم گټلى ده دهغى ددفاع لپاره حاضره شوېده. دمېرمن اسفندېارى ددفاع وکېلانو د سه شنبىپه ورځ داخبره تاېېد کړه چې دهغې وکېلانو ته اجازه نده ورکړل شوې چې له هغې سره ملاقات وکړى خو مېرمن عبادى ووېل چې دوى به له هاله اسفندېارى سره دملاقات کولو هلو ځلو ته دوام ورکړى.

نېوېارک ټاېمز لېکى داېران حکومت ددوشنبى په ورځ اعلان وکه چې په هاله اسفندېارى باندى داتو ر لگېدلى دى چې په اېران کې ېې انقلاب ته لمن وهله. په امرېکا کې دووډرو وېلسن مرکز او د هاله اسفندېارى کورنى له دې نه ډډه کوله چې له امرېکا او ېانورو حکومتونو نه خواهش وکړى چې په دې مسله کې مداخله وکړى خو کله چې دوه اونى مخکى هغه داېون زندان ته ولېږ ل شوله نو ترهغى وروسته ېې هلى ځلى پېل کړى.

واشنگټن پوسټ واشنگټن پوسټ په همدې اړه لېکى چې تردى وروسته په تېرو دوو اونېو کې د امرېکاد جمهورى رېاست لپاره ددېموکرات گوند کاندېدانو براک اوباما، هېلرى کلنټن او جو باېډن داېران له حکومت نه دهاله اسفندېارى دخوشى کېدلو غوښتنه کړېده.

دامرېکا دمشرانو جرگه او ولسى جرگه دواړه ددى لپاره ځان چمتو کوى چې ېو داسى گډ پرېکړه لېک منظور کړى چې دهاله اسفندېارى د خوشې کېدلو غو ښتنه کوى.

دامرېکا په سنا کې شپاړس ښځېنه غړو په گډه دملگرو ملتونو عمومى منشى بان کېمان نه خواهش وکه چې په بېړه باندى په دې مسله کې له اېران سره خبرى وکړى.

واشنگټن پوسټ لېکى پردى سر بېره دامرېکا او اروپا دمشهورو ورځپاڼو په سر مقالو اوهمدارنگه نورو خپرونو کې داېران دا عمل په ډېرقوت سره محکوم سوېدى.

دامرېکا علمى موسسو له اېران سره دمقاطعى اعلان کړېدى او داېران د سفارتونو خلاف ېې په ټوله نړى کې دمظاهر و غوښتنه کړېده. له بل پلوه دمنځنى ختېځ د مطالعاتو ٢٧٠٠ غړېو داېران جمهوررئېس احمدى نژاد ته ور لېږلى دى اووېلى ېې دى چې د هاله اسفندېارى د زندانى کولو اقدام دنړۍ پر پوهانو باندى د ناوړه اغېزې لرى.

نېوېارک ټاېمز لېکى په اېران کې د سوېس سفارت دامرېکا د گټو څارنه او نماېندگى کوى ځکه امرېکا په خپله هلته سفارت نلرى.

په واشنگټن کې د ووډرو وېلسن د مرکز مشر لى همېلټن په ېوه خبرى کنفرانس کې ووېل : هغو ى خواهش کړى و چې د سفارت ېو چارواکى به له هاله اسفندېارى سره ملاقات وکړى خو هغوى ته ددىکار اجازه نده ورکړل شوې.

هغه داهم ووېل چې نور و حکومتونو هم دمېرمن اسفندېارى په نماېندگى په دې کار کې مداخله کړېده خوهغه ېې نومونه وانه خېستل.

نېوېارک ټاېمز لېکى مېرمن هاله اسفندېارى د مى په اتمه نېټه زندانى شوېده. نېوېارک ټاېمز لېکى د سوېس سفارت په دې اړه ټولى پوښتنى دامرېکا خارجه وزارت ته راجع کړېدى. دامرېکا خارجه وزارت ووېل حکومت څو څو ځلى دهاله اسفندېارى په برخه کې خواهش کړېدى.

نېوېارک ټاېمز د خارجه وزارت دنطاق ډېوېډ فالى له قوله لېکى چې تراوسه پورې دهغوى د غوښتنو ځواب په خاموشى ورکړل شوېدى.

هغه ووېل دامرېکا خارجه وزارت د سوېس د سفارت له لارې خواهش کړېدى چې د سفارت ېو چارواکى له هغى سره ملاقات وکړى، په دى برخه کې نور معلومات ورکړل شى او دهغى د خوشى کېدلو لپاره ېې هم ټېنگار کړېدى. نېوېارک ټاېمز لېکى مېرمن اسفندېارى پنځه مېاشتى مخکى اېران ته ولاړله.

هغه په کال کې دوه ځلى اېران ته سفر کوى ځکه چې مورېې درى نوى کلنه او ناروغه ده. نېوېارک ټاېمز وايى اېران عادتا د سېاسى بندېانو ټول حقوق تر پښو لاندى کوى.

هغوى دوکېل د نېولو حقو نلرى او وکېلانو ته حتى د هغوى ددوسېو د کتلو اجازه هم نه ورکوى. نېوېارک ټاېمز د شېرېن عبادى له قوله لېکى چې ددى د دفتر دوه وکېلان به په تهران کې په انقلابى محکمه باندى خپل فشار ته دوام ورکړى خو په ماضى کې دغه راز کارونو تر ېو کال پورې وخت نېولى دى.

هغې ووېل دا ېو نمونه دعوه ده . په دې کې محکمه له اتباعونه تقاضا کوى چې د قانون اطآعت وکړى خو پخپله قانون له نظر ه غورځوى.

XS
SM
MD
LG