د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې په برېدونو کې شپږ تنه وژل شوېدى


هغوى وايى چې دوه پولېسان د بغداد په شمال کې په گولېو ووېشتل شول او مړه شول. په پاېتخت بغداد کې په ېوه بله پېښه کې ټوپک والاو په ېوه بازار کې دخلکو په بهېرو اوبار باندى ډزې وکړې، دوه تنه ېې ووژل او اته تنه نور ېې زخمېان کړل.

له بغداد نه بهر د نهروان په سېمه کې ټوپک والاو دوه دهقانان ووژل او لږ تر لږه اته تنه ېې زخمېان کړل.

دعراق پولېسو د بغداد د الدوره په ولسوالى کې ددولس کسانو مړي پېداکړيدى. هغوى وايى چې ددىکسانو مړي په داسى حال کې پېدا شول چې لاسونه تر شا ورتړلي وو، اول کړول شوى ول او بېا وژل شوى ول.

په عېن حال کې د شنبى په ورځ په امرېکا کې ېو چاپ شوى خبرى رپوټ وايي د متحده اېالاتو حکومت په هغو لارو چارو غور کوى چې په راتلونکي کال کې په عراق کې دامرېکا د عسکرو شمېر په درو کې ېوه برخه راکم کړى.

دامرېکا د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼى لېکلى دى چې داخبره ورته د حکومت ېوه لوى چارواکى چې خپل نوم ېې نه دى ښودلى، کړېده.

د سپېنى مآڼۍ نطآقى ډانه پرېنو دغه رپوټ بې اهمېته بللى دى او وې وېل چې په عراق کې، دعسکرو د کمښت په برخه کې په عراق کې دامرېکا د نظامى قوماندانانو سلامشوره قاطع اهمېت لرى.

دامرېکا پوځ د شنبى په ورځ اعلان وکه چې د چارشنبى دورځى راهېسى په عراق کې د پنځو جلا جلا حملو په ترڅ کې اته تنه عسکر وژل شوي دي

XS
SM
MD
LG