د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوبی برخوکې د بمونو په دوو چاودنو کې شپږ کسان ووژل شول


افغانستان حکومتی ماموران واېې چه د افغانستان په جنوبی برخو کې د سړک په غاړه د بمونو په دوو چاودنو کې د افغان امنېتی قواو شپږ کسان نن ووژل شول.

لومړئ چاودنه په ارزگان کې وشوه چه څلور پولېس پکی ووژل شول. دوهمه چاودنه په هلمند کې وشوه چه چه دوه امنېتی محافظېن په کی ووژل شول.

له بلې خا، د امرېکا په مشرئ اېتلافی قواو نن اعلان وکړ چه افغان او اېتلافی عسکرو په جلال اباد کې په ېوه غرنئ سېمه کی په ېوه برېد کې شپږ طالبان وژلی او څلور کسان ېې ژوندی نېولی دي.

خو د سېمی خلک د اېتلافی قواو دا خبره غلطه گڼی او واېې چه وژل شوی خلک ټول غېر ملکی کسان وو. په ختېزو سېمو کی په څو تېرو مېاشتو کی ډېری داسی پېښې شوی دي چه اېتلافی قواو اعلان کړې، چه وسله وال جنگېالی ېې وژلی دي مگر د سېمی خلک واېې چه اېتلافی عسکرو وسله وال جنگېالی نه بلکه عام ملکی خلک ېې وژلی دي.

سږ کال افغان او نړېوالو اېتلافی قواو څوڅو وارې د افغانستان په ختېزو برخو کې په ېو څو داسی پټو ځاېونو باندی ناڅاپی برېدونه کړی دي چه گومان ېې کاوه طالبان به پکی پټ شوی وي.

XS
SM
MD
LG