د لاس رسي وړ اتصالات

دعراق د جگړې په باب دامرېکا اواېران ترمنځ خبرې کومې نتېجى ته ونه رسېدلې


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه نن د سه شنبى په ورځ لېکى دامرېکا او اېران دېپلوماتانو له ېوبل سره په بغداد کې دعراق د لومړي وزېر نوري المالکى په دفتر کې دعراق په امنېتى مساېلو خبرى کړېدى خو په خبرو کې کومې خاصې نتېجى ته سره ندى رسېدلى.

نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه دمى په ٢٨-مه نېټه لېکى، دامرېکا متحده اېالاتو او اېران په بغداد کې د دوشنبى په ورځ مخامخ خبرى وکړې او داخبرې ېوازې اوېوازې دعراق په جگړې پورې مربوطې وې.

د خبرو مرکزي ټکى داو چې دواړه خواوې څنگه کولى شى چې په عراق کې روان حآلات انکشاف وکړى. په دغه مجلس کې چې د عراق د لومړى وزېر نورى المالکى په دفتر کې سرته ورسېده، په عراق کې دامرېکا سفېر رېان کراکر او په عراق کې داېران سفېر حسن کا ظمى قمي گډون کړى و.

د نېوېارک ټاېمز رپوټ وايي په دغه مجلس کې ددواړو ملتونو هېئتونه کومى موافقى ته سره ونه رسېدل او همدارنگه دواړو خواو له ېوبل سره دبېا ملاقات وعده هم ونکړه.

په عراق کې دامرېکا سفېر رېان کراکر له مجلس نه وروسته په خبرى کنفرانس کې ووېل چې مجلس په ډېر مثبت ډول پر مخ ولاړ او دواړو خوا خپل درېځونه ېوبل ته په صراحت بېان کړل.

دواړو خواو دعراق د ثبات لپاره خپله گډه هېله او ارزو څرگنده کړه. سفېر کراکر په دې باب ووېل چې اېرانېانو او همدارانگه موږ په خپله په مجلس کې ېوبل ته خپل هغه اصول په مخکى کېښودل چې دعراق په باب زموږ دپالېسېو لارښود اصول گڼل کېږى.

د خبرو په پاى کې ددغو اصولو په برخه کې ښاېسته ډېر زېات توافق لېدل کېده. او هغه دا و چې عراق به دېموکراتېک او فېدرالى وى. دعراق دامن او ثبات سره به مرسته کېږى چې خپل امنېت ېې په خپل په لاس کې وى او له خپلو گاونډېو هېوادونو سره په سوله کې ژوند وکړى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى داېران سفېر حسن کاظمى قمي په جلا خبرى کنفرانس کې ووېل چې په دغه مجلس کې په ېو لړستونزو باندى خبرى او غور وشو او زه فکر کوم چې دا ېو مثبت اقدام و.

و رځپاڼه لېکى دامجلس په عراق کې دخرابېدونکېو شخړو، ناوړه امنېتى حالاتواو داېران اوامرېکا ترمنځ د زېاتېدونکې دښمنۍ په پس منظر کې وسو.

هرېو پر بل باندى په عراق کې دروانى شخړې او بې ثباتۍ پړه ور اچوي. دامرېکا د متحده اېالاتو سفېر ښاغلي کراکر ووېل ده خپلى اندېښنى په عراق کې داېرانېانو د اعمالو په باب په څرگند ډول هغوى ته وړاندې کړې.

امرېکا څو څو ځلى اېران په دې تورن کړېدى چې په عراق کې بې ځاېه لاسوهنه کوى. په دغه لاسوهنه کې د شېعه ملېشو روزنه، او عراق ته د وژونکېو وسلو ور لېږنه، شامل دى. شېعه اوسنى عربان دامرېکا د قواو خلاف په خپلو حملو کې له همدغو نه کار اخلى.

په عراق کې دامرېکا سفېر ښاغلى کراکر داېران سفېر ښاغلى قمى ته ووېل دا ضرور ده چې دغه فعالېتونه په ټپه ودرېږى.

سفېر کراکر ووېل په دې کې ستونزه داده چې اېرانېان په خپله پالېسى باندى عمل نه کوى. داېران سفېر قمى د امرېکا سفېر کراکر ته ووېل اېران دېته لېوال دى چې دعراق د امنېتى قوې په روزنه او تجهېزاتو کې برخه واخلى او ېو نوى عسکري او امنېتى نظام منځته راولى.

هغه دا ادعا وکړه چې دامرېکا ېانو هلى ځلى دهمدغو کارونو په کولو کې کافى ندى. ښاغلى قمى داهم ووېل اېران دېته چمتو دى چې دعراق د بنېادى سهولتونو، لکه برېښنا، مخابرات، ترانسپورت، او ښوونې او روزنى په بېارغونه کې برخه واخلى.

ځکه دعراق دغه بنېادى سهولتونه دامرېکا د اشغال په نتېجه کې تخرېب سوي دى. په عراق کې دامرېکا سفېر ښاغلى کراکر ووېل داېران هېئت دېوه درى اړخېز کومېسېون د جوړولو وړاندېز وکه چې په عراق کې دامنېتى مساېلو د انتظام او هماهنگى چارې سر ته ورسوى.

ښاغلي کراکر داېران هېئت ته ووېل دى به دا پېشنهاد، دغور لپاره واشنگټن ته وړاندې کړى. دمجلس دواړو خواو په ټېنگه د مجلس په بنېادى اهدافو باندى عمل وکه او ېوې خواهم داېران داټومى پروگرم په باب دامرېکا په شکاېتونو بحث ونه که.

د بش اداره ددغه پروگرام په باب وايى چې نهايى مقصد ېې د اټومى وسلو جوړول دى خو اېران واېې چې اټومى پروگرام ېې د سوله ئېزو مقصد ونو لپاره جوړ کړېدى.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه په پاى کې تبصره کوى چې داېران اوامرېکا دغه مجلس د بش په پالېسۍ کې داېران په لور دېوه مهم بدلون څرگندونه کوى.

XS
SM
MD
LG