د مې پر شلمه د جرمني درې زره قواوی د کریټ په ټاپو کی، چی د متحدینو اته ویشتو زرو عسکرو، او په همدغه شمېر یونانی قواو یې ساتنه کوله پیاده سوې.
متحدینو د جرمني دغه یرغل، که څه هم چی پېش بینی یې سوې وه، چندانی جدی وانه خیست او د هغوی اصلی وېره د سمندر له لوری د جرمني د قواو د حملې څخه وه.
ددغو دریو زرو عسکرو سره د مرستی لپاره د جرمني نولس زره نور عسکر په پراشوټونو او وړو کښتیو کی دغه ټاپو ته ورسېدل.
متحدین بیا هم بری ته ځکه خوشبین وه چی د جرمني ډېر زیات عسکر د پیاده کېدلو په وخت کی وویشل سول او یا د دپیاده کېدلو په وخت کی زخمیان سول.
مگر دمې تر شپږ و یشتمی پوری برټانوي جنرال چی د متحدینود قواو قومانده یې پرغاړه وه د وخته لا رپوټ ورکړی وو چی دوی نور مقاومت نه سی کولای.
د مې تر یوېرشمی پوری د متحدینو وروستنی عسکر دکریټ له ټاپو څخه ووت او جرمنیانو ته پنځه زره جنگی بندیان په لاس ورغلل.
په دغه جنگ کی د جرمني څلور زره عسکر ووژل سول. عجبه دا ده چی هیټلر ددغه بري سره سره په دې عقیده وو چی تلفات یې ډېر درانه وه او د مدیترانې په سمندرگی کی یې خپلو فتوحاتو ته دوام ورنه کړ.