د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩۴٠ د جون پر یوولسمه برټانیې وویل چی د ایټالیې د صدراعظم له خوا د اینگلینډ او فرانسې پر ضد د جنگ...


د کال ١٩۴٠ د جون پر یوولسمه برټانیې وویل چی د ایټالیې د صدراعظم بینیټو موسیلینی له خوا د اینگلینډ او فرانسې پر ضد د جنگ د اعلانېدلو په مقابل کی یوازی د ایټالیې د اهدافو په بمباری کولو بسیا کېدلای نه سي او باید چی په دغه برخه کی تعرضی دریځ غوره کړی.

برټانیې مخکی د ایټالیې په مقابل کی تعرضی دریځ نیولی وو او د ایټالیې په دننه کی یې د ژینیوا او ټورین ښارونه بمباري کړي وه. دغه راز ایټالیه او برټانیه په افریقا کی هم امپیریالیسټی گاونډ یان وه او دواړو هلته مستعمرات درلودل او برټانیې د ایټالیې پر اهدافو باندی هم بمباری پیل کړې.

ایټالیې تازه د برټانیې ترکنټرول لاندی سویز کانال پر سیمه او د مدیترانیې په سمندر گی کی د مالټا پر ټاپو باندی بمباری کړي وې.

برټانیې په بدل کی په ایرتیریا کی د ایټالیې پر پوځی تاسیساتو باندی بمباری وکړې. د دې دواړو هیوادونو ترمنځ د جگړو څخه حتی د بحرالکاهل سیمه هم په امان کی پاته نه سوه او د اسټرالیا جنگی کښتۍ د ایټالیې یوه کښتئ تر ډېره ځایه پوری تعقیب کړه او د ایټالیې بېړۍ د دې پر ځای چی د اسټرالیا جنگی کښتیو ته تسلیم سي په ډزو بنا وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه لنده سمندری نښته وسوه.

XS
SM
MD
LG