د لاس رسي وړ اتصالات

ائتلافی قوا او دافغانستان پوځ واېې شپږوېشت طالبان ېې په قندهار کې وژلی دي


د ائتلاف پوځی مقامات واېې چه د چهار شنبې په ورځ ناوخته د قندهار په شاه ولی کوټ کې د سختو جنگونو په دوران کې اته طالبان زخمېان شول.

بله نښته د کالبانو سره په ژېړئ ولوسوالئ کې وشوه چه شپږ طالب جنگېالی پکې ووژل شول.

له بلی خوا ائتلافی قواو نن اعلان وکړ چه په پکتېکا ولاېت ېې هم په ېوه برېد کې د شک لاندې ېو طالب وواژه او دری تنه ېې ژوندی ونېول.

د متحده امراتو حکومت واېې کوم عسکر چه ېې پرون په افغانستان کې ورک شوی دی، د ېوې خېرېه موسسې ساتنه ېې کوله. که ددی عسکر نېول کېدل ثابت شی نو دې به لومړنې جارجی عسکر وی چه د طالبانو له خوا په افغانستان کې ژوندې نېول کېږی.

XS
SM
MD
LG