د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو په غونډه کې د افغانستان په برخه کې نوي خبرې شوي


د ناتو د دفاع وزیرانو په برکسل کې په خپله غونډه کې په دې بحث کړی دی چې په افغانستان کې د ملکي کسانو د تلفاتو مخه څنگه ونیوله شي.

د نانو مامورینو وویل چې دوی پخپلو عملیات بیا غور کوي خو داسې نه ښکاري چې دوی په خپلو پلانونو کې زیات تغیرات راولي.

د ناتو ویاند جیمز اپاتوری طالبان په دې تورن کړل چې د ملکي کسانو د مړینې سبب کیږي ځکه دوی دغه ملکي کسان د انساني سپر په حیث استعمالوي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي چې تیر کال ډیر شمیرملکي خلک د طالبانو او بین المللی قواوو په ډزو کی ویشتل شوي دي.

دغه کمیټه ددې تلفاتو د ډیریدو علت په ځان مرگي پیښو کې زیاتوالي او هوايي بمبارۍ بولي چې بین المللي قواوې د خپلو ۴٠ زروعسکرو د حمایې لپاره سرته رسوي.

XS
SM
MD
LG