د لاس رسي وړ اتصالات

د کال ١٩٥٠ د جون پر پنځه ویشتمه د شمالی کوریا قواو پر جنوبی کوریا باندی حمله وکړه.


د کال ١٩٥٠ د جون پر پنځه ویشتمه د شمالی کوریا قواو پر جنوبی کوریا باندی حمله وکړه او د دې سره یو ځای د کوریا جنگ پیل سو.

متحده ایالاتو د ملگروملتونو تر سرپرستی لاندی پر جنوبی کوریا باندی حمله وکړه او درې کاله یې د کوریا ستړی کونکی جنگ وکړ.

کوریا څخه د دوهم عمومی جنگ په دوران کی د جاپان ترلاس لاندي وه او د دوهم عمومی جنگ په پای کی، چی د جاپان قواوی په کوریا کی د متحده ایالاتو قواوو ته تسلیم سوې نو کوریا د شوروی اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ ووېشله سوه.

متحده ایالاتو جنوبی کوریا اشغال کړه او د شوروی اتحاد قواو شمالی کوریا ونیوله. دا وېش په لومړي سر کی موقتی وو خو په پای کی د جرمني په څېر دایمی سو.

شوروی اتحاد په شمالی کوریا کی د کمونیسټ رژیم په ټینگولو کی مرسته وکړه او امریکا د جنوبی کوریا سره مالی او پوځی مرستو دوام ورکړ.

د کوریا جنگ د ساړه جنگ د وخت لومړنی تود جنگ وو. د امریکا پنځه پنځوس زره عسکر په جنگ کی قتل سول.

متحده ایالاتو په دې جنگ کی د دښمن د بشپړي ماتی دپاره جنگ نه کاوه بلکه غوښتل یې چی جنوبی کوریا د شمالی کوریا د حملو په مقابل کی وساتی.

دې جنگ د امریکایانو حوصله ځکه ختمه کړه چی هغوی د دوهم نړی وال جنگ په څېر د امریکاد قواو د بشپړ بري سره عادت کړی وو.

عام خلک د متحده ایالاتو د حکومت د محدود جنگ په مفهوم نه پوهېدل او د کوریا له جنگ سره هیڅ وخت عام ملاتړ ملگری نه سو.

XS
SM
MD
LG