د لاس رسي وړ اتصالات

ایا په امریکا کی هغو خارجی محصلینو ته تعلیمی بورسونه ورکړل کیږی چی د سترگو د بصارت نه محرومه وی؟


دا هغه سوال دی چی د افریقایی هیواد نایجیریا نه د امریکا غږ یو اوریدونکی کړیدی او دا معلومول یی غوښتی دی که ایا په خارج کی یو نابینیا او یا په نظر کم زورئ محصل کولی شی چی په امریکا کی د مکمل تعلیمی بورس د امتیازاتو نه برخمن شی.

د امریکا غږ انگلیسی خپرونی دغه اوریدونکی ته په ځواب کی ویلی دی امریکا کی مستحقو محصلېنو سره په دی شرط مالی مرستی کیږی چی هغه د امریکا تابعیت ولری.

خو دا مالی مرستی د یو شاگرد ټول مصارف نه شی پوره کولی. په امریکا کی د نابیناگانو ملی ټولنه په نابینا محلصینو دا غږ کوی چی دی نه وړاندی چی یو مکتب ته مراجع کوی باید اول دا معلومه کړی چی ایا دوی د نابینا محلصینو سره د مالی مرستو پروگرام لری او که نه.

دغه د امریکا د نابینایانو ټولنه په امریکا کی هر کال هغه کسانو ته هم تعلیمی بورسونه برابروی چی د امریکا تابعیت نه لری.

خو دی دپاره دا شرط دی چی یو محصل باید قانوناً ثابته کړی چی دی په سترگو وړوند دی. او د خارج نه امریکا ته راتلونکی نابینیا محصل لومړئ باید د یو امریکایی ښونځی سره د داخلی خبره وکړی نو بیا به ورته دا د امریکایی نابینایانو ټولنه د مالی مرستو چاره کوی.

سږ کال د منی دپاره د دا قسمه ته داخلو نیټه د مارچ په یو دیرشمه پایی ته رسیدلی ده. چی په دی دیرشو نابینا و شاگردانو ته د دری زرو نه تر دولس زرو پوری تعلیمی بورسونه ورکړل شو.

د یو اټکل له مخی په امریکا کی یو میلون بالغان د سترگو د نعمت نه محرومه دی. خو په امریکا کی د دغو نابینایانو دپاره کوم مخصوص ښونځی یا پوهنتون وجود نه لری خو په مکتبونو کی داسی امکانات او اسباب برابر شویدی چی د د هغو په مرستو یو معذوره محصل خپلی ذدکړی وکړی.

دا خبره د یادولو وړ ده چی که هر څوک چی غواړی دامریکا د نابییانو د ټولنی د نورو مرستو په باب ځان خبر کړی نو په انټرنیټ کی د دوی ویب پاڼی ته مراجع وکړی.

په انټر نیټ کی د دوی ادرس دا دی www.n-f-b.org

XS
SM
MD
LG