د لاس رسي وړ اتصالات

د ایټالیې د مرستو یوې مؤسسې په افغانستان کی خپل کار بیا شروع کړی دی


د ایټالیې د ایمیرجنسي په نامه د خیریه مؤسسې دغه افغان همکار رحمت اله نومیږی او د تیر مارچ په میاشت کی په دې تور نیول سوی و چی د ایټالوي ژورنالیست دانیل ماستري گیاکومو په تښتولو کی یې د طالبانو سره اړیکي درلودې.

حنیفي د طالبانو سره ددې دپاره خبري کړي وې چی ددغه ژورنالیست په خوشي کیدو کی مرسته وکړی. د ایټالیې د مرستو رسولو دغه مؤسسه د افغانستان نه ددې دپاره ووتله چی د حنیفي د بندي کیدو له کبله خپل احتجاج څرگند کړی.

افغان مقاماتو په هغه باندي د خپلو لگول سوو تورونو نه تیر سول او هغه یې تیره هفته خوشی کړ. دغه ایټالوۍ مؤسسه وایی چی په همدې حاضر وخت کی به یې د خپل روغتون د جراحي څانگه فعاله وی.

هغه وایی چی نور کارکونکي یې هم افغانستان ته را روان دي چی د مرستو رسولو په نورو څانگو کی هم کارونه شروع کړی .

XS
SM
MD
LG