د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک تایمز او واشنگټن پوست د افغانستان په حالا تو خبرونه او تبصرې خپرې کړي دي چې لنډیز یې وړاندې کیږي


نیویارک ټایمز د خپلې سه شنبې په گڼې کې په افغانستان کې د مخدره موادو په ستونزه یوه کتنه کوي.

په ورځپاڼه کې راغلي دي چې د اټکل سره سم د مخدره موادو ناجایز کار وبار به تر کنټرول لاندې راغلی دی، خو بیا هم په افغانستان کې د مخدره موادو د تولید اندازه د پروسږ کال په پرتله ډیره شوې.

په اروپا کې د کوکایینو استعمال د ډیرودو په حالت کې دی او په افریقا کې د مخدره موادو قاچاق د زیاتیدو په درشل کې دی.

دا مطللب د ملگرو ملتو د مخدره موادو او جرم د سازمان لخوا رپوټ ورکړ شوی دی. د دوشنبې په ورځې دغې ادارې یو رپوټ خپور کړ او په هغه کې ویل شوي دی چې د مخدره موادو د تولید او قاچاق په کار و بار کې یو ډول استقرار ترسترگو کیږي.

نیویارک تایمز زیاتوي چې د مخدره موادو او جرمونو سازمان یو مسئول ښاغلي کوستا د ویانا نه په خپلې یوې تلفونې مرکې کې ویلي دي لکه چې دوی مخکې اټکل کړی ؤ مخدره مواد ټول اړخونه اوس تر کنټرول راتلو ته نژدی شوی دي خو ددې کار لپاره په راتلونکو پنځو کلونو کې سختو هڅو ته اړتیا لیدله کیږي.

نیویارک تایمز په داسې حال کې چې په نوره دنیا کې د مخدره موادو په حالت تبصره کوی خو په افغانستان کې د مخدره موادو په تولید باندې ډیر زیات تمرکز کوي او لیکي چې په افغانستان کې پروسږکال ډیر زیات کوکنار کرل شوي وو او یواځې هلمند چې د افغانستان په جنوبي برخه کې موقعیت لري او د جنگونو نه ډیر زیات اغیزمن شوی یو ولایت دی د نړۍ د تریاکو ډیر برخه تولید وي او دې ځای نه د هیرویینو ډیر زیات قاچاق کیږي.

هغه مخدره مواد چې په هلمند کې تولیدیږي د افغانستان د نورو برخو او حتی د ټولې کولمبیا د تولیداتو په اندازه دي.

نیویارک تایمز لیکي چې د نړې ٩٢ په سلو کې هیرویین د هغو تریاکو نه لاس ته راځي چې په افغانستان کې تولیدیږي. او دا تولید هغه اتیا په سلو کې تقلیل خنثي کوي چې په جنوبي ختیز اسیا کې ترلاسه شوی دی. اوس په دې سیمه کې هغه فصل او باب له منځه تللی چې ورته د مخدره موادو د تولید مثلت ویل کیده.

په سیمه کې اوس تریاک نه تولیدیږي خو فقر او ناداري په کې نه ده ورکه نو ځکه کیدلای شي چې د غربت په وجه بزگران یو ځل بیا د مخدره موادو تولید ته مخه کړي. د وځپاڼې په خبره چې د ملگرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو د موسسې د امر ښاغلي کوستا نه نقل کوي وايي چې که څه هم په افغانستان کې د مخدره موادو تولید ډیر شوی دی خو په عمومي توگه په نړی کې د مخدره موادو حالت استقرار موندلی دی.

خو واشنگټن پوست د ملگروملتو د رپوټ نه لیکي چې په افغانستان کې د تریاکو د زیاتیدو پړه د امریکایانو په غاړه ده ځکه دوی ونه شو کولای چې ددې دومره زیاتو مخدره موادو د تولید مخه ونیسي.

رپوټ وايي چې طالبانو د خپل اقتدار په وخت وکولای شول چې د مخدره مواد دکښت مخه ونیسي. اوس په افغانستان کې د تریاکود تولید اندازه د شپږنیمو زرو ټنو نه اوښتې ده.

___________

واشنگټن پوست د خپلې سه شنبې په گڼِې کې د افغانستان په اړه په یوه خبر کې لیکلي چې د ناتو قواوې په هغه رپوټ باندې تحقیق کوي چې په کې ویل شوي دي چې امریکايي او افغان قواوې په دې تورن دي چې دوی یو کس بندي یې شکنجه کړی او ناروا سلوک ورسره شوی دی.

د امریکا د پوځ په رپوټ کې ویل شوي دي چې هغه عسکر چې ددغه کار مسئول گڼل شوی ؤ په موقتې ډول له خپلې وظیفې نه گوښه کړی شوی دی.

واشنگټن پوست لیکي چې د یوې جرمني مجلې د فوکس خبریال ولفگانگ باور خبر ورکوي چې ده او د مجلې عکاس په افغانستان کې داسې یوه صحنه یې ولیدله چې د شکنجې حالت ښوده او دا کار د امریکايی او افغان عسکرو لخوا سرته رسیده.

د افغان ملي اردو هم د قضیې د تحقیق امر ورکړی صادر کړی دی. په افغانستان کې پخواني بندیان تل داسې دا تورونه لگوي دي چې دوی سره ډیر بد سلوک شوی دی او یو شمیر هم د تحقیقاتو په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG