د لاس رسي وړ اتصالات

دمنځنى ختېځ د سولې نړېوال مرکچېان په بېت المقدس کې ملاقات کوي


دمنځنى ختېځ د سولې نړېوال مرکچېان په بېت المقدس کې ملاقات کوى او په دې غورکوى چې د برتانېې لومړى وزېر چې دکارموده ېې مخ په خلاصېدو ده دمنځنى ختېځ د مشر استاځى په حېث وټاکي.

دمنځنى ختېځ د سولى د څلور گونى جرگه گۍ غړى روسېه، امرېکا ملگري ملتونه او اروپايى اتحآ ددي. دامجلس ېوه ورځ مخکى له هغه مجلس نه کېږى چې داسراېېلو لومړى وزېر اېهود اولمېرت، د فلسطېن له جمهوررئېس محمود عباس سره په مصر کې ملاقات وکه.

د برتانېې خبري رپوټونه وايي د ښاغلي بلېر وظېفه د چارشنبى په ورځ پاېته رسېږى. توقع کېږى چې د نن ورځى ( سه شنبى ) په مجلس کې د منځنى ختېځ د سولى د عالى رتبه مرکچى په توگه وټاکل شى.

ښاغلي بلېر په ېوه خبرى کنفرانس کې په لند ن کې ووېل هر څوک چې په نړۍ کې د دوامدارې سولې او ثبات پروا لرى په دې پوهېږى چې د فلسطېن او اسراېېلو د مسالې د حل دوامداره او پخه لاره د سولى لپاره ډېره ضرورى ده.

هغه ووېل چې دى به په خپله وسه کې هر څه وکړى چې د حل ېوه داسى لاره منځته راشى.

ددوشنبى په ورځ په مصر کې د عالې غونډې په ترڅ کې داسراېېلو لومړي وزېر اېهود اولمېرت وعده وکړه چې ٢٥٠ فلسطېنېان به چې د فتح غړى دى او د فلسطېن په زندانو نوکې دي، ښاغلي عباس ته دښه نېت او خېر ښېگړې د څرگندولو په نېت له زندان نه خوشې کړى.

دمصر په خبرو کې د مصر جمهوررئېس حسنى مبارک او د اردن باچا عبدالله هم برخه اخېستى وه.

XS
SM
MD
LG