د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهورى گوند ېو معتبر سناتور په عراق کې د امرېکا دعسکرو د کمولو لپاره غږ کړېدى


د امرېکا ېو سناتو ر رېچرډ لوگر ېوعالېرتبه جمهورى غوښتونکى او د جمهوررئېس جورج بش ېوه کلک ملاتړغږ کړېدى چې حکومت دې په عراق کې خپله کړنلاره بدله کړى او د عسکرو په شمېر کې دې کمښت راولى.

هغه داخبرى په سنا کې ددوشنبى په ورځ په ېوه مهمه وېنا کې وکړى. ښاغلى لوگر دامرېکا په کانگرېس کې د بهرنېو چارو د جرگه گۍ غړى دى.

هغه ووېل په عراق کې دامرېکا ستراتېژى کار نه ورکوى. ښاغلى لوگر ووېل په عراق کې دامرېکا د حکومت دا درېځ چې دعسکرو شمېردې زېات شى ېوازې دامرېکا د دښمنانو په گټه دى او دامرېکا خارجى پالېسى ته زېان رسوى، او له عراق نه په اېنده کې په ناوړه حالت کې د راوتلو چانس زېاتوى.

هغه ووېل پکارده چې په عراق کې د ستراتېژى بدلون همدا اوس منځته راشى.

که چېرې جمهوررئېس تر ٢٠٠٨ مېلادى پورې چې دانتخاباتو مبارزه په بشپړ ډول روانه وى انتظار وکړى ددى توقع شته چې دامرېکا په مخکى خلاصى لارې ډېرې محدودې شى.

XS
SM
MD
LG