د لاس رسي وړ اتصالات

د روسېې خارجه وزېر ناټو ته دهغوى د ېو اړخېزه پالېسو په باب خبردارى ورکه


دروسېې خارجه وزېر سر گې لاوروف او دناټو سر منشى ېاپ دېهاپ شېفر په مسکوکې په داسى وخت کې ېو مجلس کوى چې د شرېکباڼو ترمنځ اختلافات مخ په زېاتېدو دي.

نن د سه شنبى په ورځ دناټو او روسېې ترمنځ د همکارۍ دلسمى کلېزې په مناسبت مجلس جوړ سوى و او هغه گډه جرگه چې د روسېې او ناټو ترمنځ جوړه شوېده دهغې پنځمه کلېزه ده.

په ېوه بل مجلس کې دروسېې جمهوررئېس وېلادېمېر پوټېن دناټو سر منشى ته ووېل چې مسکو د مقابلې له پړاو نه له ناټو سره د همکارى پړاو ته داخل شوېدى او دېته لېوال دى چې له ناټوسره همکارى وکړى. خو داسى همکارى له ستونزو نه پرته سر ته نشى رسېدلى.

مسکو او ناټو دامرېکا دهغه پلان په سر له ېوبل سره سخت مخالفت لرى چې امرېکا دهغه پر بنا په پولېنډ او چک جمهورېت کې دتوغندېو د فاعي نظام جوړوي.

روسېه او ناټو د کاسوو په سر باندى ېو له بل سره اختلاف لرى. ناټو دهغې مسودې ملاتړ کوى چې سر بېاته تر څارنې لاندې استقلال ورکړل شى.

خو مسکو گواښ کوى چې دا پلان به دملگرو ملتونو دامنېت په شورى کې ردکړى.

XS
SM
MD
LG