د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کي د امريکي له سفير سره مرکه


"طالبان د یوې مودې لپاره افغانستان ته یو امنیتي گواښ پاته شوی دی. هغوی ورځ په ورځ کمزوري کیږي. زه فکر کوم دا تر ډېره په دې پورې اړه لري چې تاسو اوږده موده څه ته وایاست تر هغو پورې چې طالبان له بهر څخه د خپلې بقا لپاره مرستې ترلاسه کړي او له دننه هېواد څخه هم له هغو سره په مختلفو کچو د مخدره موادو د قاچاق وړونکو، جنایت کارانو او درغلانو همکاري جاري وي، دوی به د یو گواښ په توگه همداسې پاته شي.

خو زه به دا وویلای شم چې که طالبان د افغانستان لپاره یواځینی تهدید وي، نو زه باور لرم چې موږ افغانستان په کامیابو هېوادونو کې شمېرلی شو.

زه له داسې عملیاتو څخه خبر یم چې د ملکي کسانو د وژل کېدو له ویرې لغوه شوي دي. البته کله چې پر ائتلافي ځواکونو برید وشي نو موږ د عملیاتو د لغوه کولو لار نه لرو.

کرزی د ټولو افغانانو ولسمشر دی او البته چې هغه به د ملکي تلفاتو په اړه خواشینی شي او همداسې موږ هم. موږ هم دده په شان د هغو ځوانانو پر وژل کېدو خواشیني کیږو کوم چې له خپلو کورونو لېرې په افغانستان کې له خطر سره یوځای ستونزې گالي څو ددې هېواد امنیت خوندي کړي.

لکه څنگه چې د ملي دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي دي، موږ مخکې له دې او اوس هم د افغانستان له حکومت سره نژدې کار کوو څو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.

طالبان قصداً غواړي پخپلو عملیاتو کې ملکي وگړي هم ښکېل کړي. هغوی ملکي کسان په نښه کوي او داسې بې هدفه تروریستي حملې کوي چې پکې عام کسان وژل کیږي.

که چېرې د خپلو مقاصدو لپاره لازم وگڼي، د ملکي کسانو د وژل کېدو ادعاوې هم کوي. طالبان هڅه کوي چې په دې تکتیک ائتلافي ځواکونه سره وویشي او حکومت هم له هغو څخه جلا کړي.

مهمه دا ده چې موږ سره یو موټي شو او نه یواځې طالبانو ته بلکې دغه انساني ضد تاکتیک ته هم ماته. ورکړو.

موږ تقریباً د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو ستر ارمان لرونکی پروگرام لرو چې له افغان پولیس او ملي اردو سره مرسته وکړو څو خپل ظرفیت پراخ او خپلې جگړې پخپله وگټي.

اوس دستي موږ او افغان پوځ اوږه په اوږه جگړه کوو. موږ له افغان ملي پولیسو سره نژدې اړیکې لرو. موږ به دا همکارۍ په راتلونکو میاشتو کې لاپسې زیاتې کړو.

نړیوالې ټولنې د منابعو په ډېرولو، د تمریناتو د کچې په لوړولو او د هغو روزونکو د شمېر په زیاتولو سره چې دلته یې رالېږلي دي، خپلې ژمنې ثابتې کړې.

موږ خوشبین یو چې افغان ملي پوځ او ملي پولیس به همداسې چې په تېرو دوو کلونو کې یې پرمختگ کړی، په نامعموله گړندي ډول خپل پرمختگ ته دوام ورکړي."

XS
SM
MD
LG