د لاس رسي وړ اتصالات

گوردن براون د برتانیې نوی صدراعظم شو


د انگلستان د صدراعظم په توگه د ټوني بلېر دنده نن په رسمي ډول پای ته ورسېده. نوموړی له لس کلن واک وروسته، د صدارت څوکۍ خپل ځای ناستي گوردن براون ته سپاري.

ښاغلی بلېر نن د انگلستان پارلمان ته خپله وروستۍ وینا وکړه او بېا وروسته راسا د بکېنگهم شاهي ماڼۍ په لوري روان شو او خپله استعفا یې ملکی الېزابت ته وړاندې کړه.

ملکې بېا لږ وروسته د مالیې وزیر او د کارگر گوند نوي مشر گورډن براون ته بلنه ورکړه چې نوی حکومت جوړ کړي او د صدراعظم په توگه کار پیل کړي.

ښاغلی بلېر د کارگر گوند په ټولو پخوانیو صدراعظمانو کې تر ټولو اوږده موده د صدرات پر منصب پاته شو او د خپل حکومت په دوره کې یې په شمالي اېرلنډ کې د سولې لپاره زیات کار وکړ.

ده د انگلستان د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره ډېر خدمت وکړ او همدا راز یې د سربیانو پر خلاف په کوسوو کې د عسکري قوت سخت ملاټر کړی ؤ.

مگر په څو تېرو وختونو کې د ېو لړ سیاسي رسوایي گانو سره هم مخامخ شو، خصوصاً د عراق د جنگ په باب یې سخت ملاتړ، اعتبار ډېر خراب کړ او بالاخره مجبور شو چه له خپلې څوکۍ څخه گوښه شي.

د عراق د جگړې په باب په انگلستان کې ډېر سخت مخالفت موجود دی. اوس داسې گنگوسې خپرې شوې چه ټوني بلېر به د منځني ختېځ د سولې لپاره د نړېوال څلور اړخیز پلاوي چې امرېکا، روسیه، ملگري ملتونه او اروپایي اتحادیه یې غړي دي، د خاص استازي په توگه وټاکل شی.

پارلمان ته په خپله وینا کې ټونی بلېر د هغو خطرونو ذکر هم وکړ چه فعلاً د انگلستان عسکر په افغانستان او عراق کې ورسره مخامخ دي خو د تروریزم په خلاف یې له امریکا سره د خپل ملگرتوب او نږدې همکارۍ په اړه معذرت ونه غوښت.

XS
SM
MD
LG