د لاس رسي وړ اتصالات

ځوانان غواړی چی په منځنی ختیځ کی داسی بدلونونه راولی چی نه یوازی د دوی خپله سیمه پری ښه ورځ ووینی بلکی نړئ ته هم د خوشالئ زیری ورکړی


د نوری نړئ په شان منځنی ختیځ هم د راډیو تلویزيون او انټرنیټ په شان د اطلاعاتو په وسایلو کی ډیر پرمختگ کړیدی، او نوی نوی تلویزيونی شبکی او د ځوانانو لخوا تیار شوی پروگرامونه تیاریږی.

د امریکا غږ خبریال گریک فیلکس د شفیق غبرا په نوم د یو کویتی ځوان سره خبری کړیدی، څوک چی دالعربیه تلویزون نه یو ډیر مشهور پروگرام تهیه کوی.

د شفیق غبرا په شان عرب ځوانان غواړی چی په منځنی ختیځ کی داسی بدلونونه راولی چی نه یوازی د دوی خپله سیمه پری ښه ورځ ووینی بلکی نړئ ته هم د خوشالئ زیری ورکړی.

شفیق غبرا چی یو تکړه عرب ځوان دی د امریکا غږ سره د خبرو په وخت ویلی دی چی په منځنی ختیځ کی د ځوانانو ژوند د مختلفو حالاتونو سره مخ دی.

دوي یو اندازه ازادی لری، یو مقدار هم خوشحالی لری، خو په زیاترو ځایونو کی عرب ځوانان د مشکلاتو او تکلیفونو سره مخ دی.

د عربو نړئ د مسلو نه ډکه ده. د عراق، فلسطینانو منطقی او اوس لبنان هم د شر او شوره ډک شویدی. بیا چی په برخو کی یو څه امنیت دی و نو هلته بیا د جابرو او غاصبو ‏حکمرانانو زور دی چی د فکری ارتقا لاری نیسی.

او ځوانان نه پریږدی چی یو نوی ابتکار وکړی، په داسی حال کی په دی لټه کی دی چی څنگه خپل سرنوشت وټاکی او خپل ژوند د خپلو خوبونو او ارمانونو سره عیار کړی.

عرب ځوان شفیق غبرا وایی چی د عربی نړئ ځوانان هم لکه د نوری دنیا د ځوانانو خپل خوبونه او ارمانونه لری او غواړی تعبیراو تقدیر ورته پیدا کړی، او په داسی حال کی دوی سره ډیر مرسته د خبری منابعو کړیده.

لکه انټرنیټ، کیبل او سټلایت ورته دا فرصت برابر کړیدی چی د خپل زړه اواز د دنیا غوږونو ته ورسوی. هغه وایی چی دوی اوس دا اختیار او ازادی لری چی د خپلی خوښی معلومات او خبرونه تر لاسه کړی.

خپل د زړه خبره او د د ماغو فکر نورو سره شریک کړی. اوس د منځنی ختیځ د خلک ژوند قید او پابند نه دی لکه څنگه چی لس کاله وړاندی و.

اوس هر څوک خپله ویب پانه لری او خپل تخیلات او نظریات پری نورو ته رسوی. شفیق غبرا وایی چی د هغی ورځی نه چی د نړئ د تلویزونی شبکی ساحه عربو ملکونو ته هم رسېدلی ده، نو خپله د دی ملکونو دولتی تلویزيونونو هم خپلو پالیسو کی ستر تغیرات راوستی دی او خپل انداز ډیر پراخه او ازاد کړیدی او وجه یی داده چی دوی د مسابقی په حالات کی ور داخل شویدی.

خو عرب ځوان شفیق غبرا د نوو زیرو سره سره د ا گیله هم لری چی نوره نړئ د عربو د ژوند د حاله ځان نه خبروی.

او کومی بهترئ چی هلته راغلی هغه نه تشویقوی . هغه وایی چی منځنی ختیځ اوس د هم هغه حالت نه تیریږی د کوم حالت نه چی د اویا او اتیا په لسیزو کی لاطینی امریکا تیریدله او د کورنیو جگړو نه یی ځان راویستلو عرب ځلمی شفیق غبرا د امریکا او د نورو لویدزو ملکونو نه غوښتی چی په منځنی ختیځ کی دی د مثبتو تغیرات ملاتړ وکړی او په خاصه توگه دی د دی منطقی ځوان قشر ته توجو وکړی، چی د عربو د نفوس نیمایی برخه ځوانان تشکیلوی.

XS
SM
MD
LG