د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس بوش: افراطیان په غلطه ادعا کوی چی امریکا له مسلمانانو سره جنگ کی ده


جمهوریس بوش وایی هغه باور لری چی په منځنی ختیځ کی به اعتدال خوښونکي مشران پر هغو افراطیانو باندی چی ټروریسټی ناکراری جوړوي غلبه وکړی.

د سپینی ماڼۍ خبریال سکاټ سټرنز رپوټ راکوی چی جمهوریس بوش دغه راز اعلان وکړ د اسلامی کنفرانس تنظیم ته به یو خاص استازی واستوی.

جمهور ریس بوش وایی د مذهبی ازادی مفهوم او فردي حقوق پرته له یوه ځایه د نړۍ په هره سیمه کی ریښې ځغلوی.

په منځنی ختیځ کی موږ ولیدل چی یوه ډله افراطیان چی غواړی له مذهب څخه د قدرت او غلبې کولو لپاره کار واخلی مخ په زیاتېدلو دی. دغه کسان داسی فکرکوی چی د مسلمانانو نمایندگي کوی. خو دوی نمایندگی نه سی کولای.

جمهوریس بوش وایی افراطیان په غلطه ادعاکوی چی امریکا له مسلمانانو سره جنگ کی ده. جمهور ریس وایی دا تندروان دي چی اسلام سره د ښمني کوی او پر زیارتونو باندی د دې دپاره حملې کوی چی د شیعه گانو او سنیانو ترمنځ بې نفاق واچوی.

ښاغلي بوش په واشنگټن کی د اسلامی مرکز د جوړېدلو د پنځوسمی کلیزی په مناسبت دا وینا وکړه. جمهوریش بوش لومړی ځل دغه جومات ته لومړی ځل د سپټامبر د یوولسمی د ټروریسټی حملو څخه شپږ ورځی وروسته ورغی او هلته یې پر مسلمانانو باندی انتقامی حملې محکومی کړې.

ښاغلي بوش د چار شنبې په ورځ وویل هغه په منځنی ختیځ کی د ډیموکراسی د تشویقولو لپاره په داسی توگه کار نه کوی چی دا له خارج څخه تحمیل سوی پلان دی بلکه دی وایی ډیموکراسي داسی شی دی چی د هغی سیمی خلک یې پخپله غوښتنه کوی.

په میلیونو کسان دداسی اینده دپاره د لاري په لټه کی دي چی د فکر کولو ازادي ولری، چی زړه ی ېغواړی هلته ولاړ سي او د خپلی ارزو سره سم عبادت وکړی. دوی په پټه خوله د ازادی غوښتنه کوی. او دوی هیله لری چی گوندی یو څوک به یې په یوه ځای کی په داد ورسېږی.

جمهوریس بوش وایی په افغانستان او عراق کی انتخابات د ډیموکراسی پر لار باندی ښه گامونه دي مگر دی وایی په هغو هیوادونو کی مبارزه لا ختمه سوې نه ده. موږ هغو کسانو ته چی له دمشق څخه تر تهران پوری د ازادی په تلاښ کي دي وایو چی تاسی به تل ترتله پوری بدبخته نه یاست.

تاسی به تر ابده پوری په خاموشی کی چیغی نه وهی. ازاده نړۍ ستاسی ږغ اوری. تاسی یوازی نه یاست. امریکا تاسی ته د دوستی لاس اوږدوی.

جمهوریس بوش په دغو مراسمو کی اعلان وکړ چی دی به د اسلامی کنفرانس موسسې، چی مرکز یې په سعودی عربستان کی دی او ٥٧ اسلامی هیوادونه او سیمی برخه پکښی لری، خپل لومړنی استازی واستوی.

ښاغلی بوش وایی دغه سړی به، چی ده یې نوم یاد نه کړ، د اسلامی هیوادونو استازو ته غوږ ونیسی او له هغوی څخه به زده کړه وکړی او له هغوی سره به دامریکا نظریات او ارزښتونه شریک کړی.

دی دا د امریکایانو لپاره داسی یو فرصت بولی چی د اسلامی ټولنو سره د متقابل احترام په اساس خبری کوی او له هغوی سره دوستی ته دوام ورکوی.

XS
SM
MD
LG