د لاس رسي وړ اتصالات

جورج بوش او پوتین په خپل منځ کي د اړیکو ښه کولوهڅی کوي


د دې هیوادونو د چارو پوهان د ولسمشرانو ترمنځ رواني غیر رسمي خبرې اترې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ډیري مهمي بولي.

جورج ډبلیو بش د مین په ایالت کې په خپل پلرني کور کې منتظره وو او پلار یي په یوهْ نژدې هوایي ډگر کې د روسیي د ولسمشر هرکلی وکړ.

د هوایي ډگر نه په یوهْ هلیکوپتر کې د کور په لور وخوځیدل. د بوش کور ته په رسیدو پوتین د لیموزین موټر نه د گلانو د دوو سترو گیډیو سره راکوز شو چې یوه یي د بش میرمن لورا ته او بله یي د مشر بوش میرمن ته ډالی کړه.

له لیدلو نه سمدستي پس جورج بوش ولادمیر پوتین، خپل پلار مشر بوش او نورو ملگرو ته په خپله تیزرفتاره کشتی کې چکر ورکړ.

بوش د پوتین سره د لیدلو اهدافو ته ډیر ښه متوجه دی. تر ټولو مهمه دا ده چی پوتین په دې قانع کړي چې په ختیځه اروپا کي د مزایلو نوی سیستم د روسیی لپاره هیڅ ډول گواښ نه دی.

او دوهم د ایران سره د ذروي ریکتورونو د نه بندولو په صورت کې د هغه هیواد په خلاف د بندیزونو په لړ کې د روسیي بشپړه همکاري جذبول دي

د دې موضوعاتو د حل په صورت کې به د سړې جگړې د دوو پخوانیو رهبرو هیوادونو ترمنځ اړیکي نورمال شي. بلخواه د دې تودو لیدنو کتنو نه د پوتین اهداف ډیر واضح نه دي.

پوتین په گوتیمالا کې د ٢٠١۴ د اولمپیک د لوبو لپاره د کوربه هیواد د انتخاب په کنفرانس کې د گډون لپاره تر تگ وړاندي د بوش سره د لیدلو غوښتنه کړي وه.

په عین حال کې پرون د ملاقات ځای ته لنډ په سوونو مظاره چیانو د بش او پوتین په ضد شعارونه ورکړل. مظاهره چیانو په چیچنیا کې د پوتین د حکومت پالیسي وغندله او د جورج بوش د مواخذی غوښتنه یي کوله.

مظاهره چیانو د امریکا د آزادی سمبول ته کفن اغوستی وو او نارې یي وښلي چې د بوش په حکومت کې د امریکایانو شخصي او مدني حقوق تر پښو لاندي شوي دي.

د ١٧٠٠ تنو دا ظاهره په امن پای ته ورسیده او یوازي دوه تنه د پولیسو لخواه هغه وخت ونیول شول چې غوښتل یي په یوه ممنوعه لار تیر شي.

د پلان له مخې پوتین تیره شپه د بش په کور کې تیره کړه او نن به دواړه ولسمشران د مین د ایالت څخه په خپلو لورو وخوځیږی.

XS
SM
MD
LG