د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کی د امنیتی قواو  او د لال جومات د سخت دریځه شاگردانو ترمنځ ېو پر بل ډزی شویدی.


کله چی د اسلام اباد له لال جومات نه بهر ډزی شروع شوې نو ېې غږ تر لری لری ځاى پورې اورېدل کېده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افتاب احمد خان شېرپاو وایی چی دا نښته د مدرسی د طالبانو لخوا پېل شوه.

هغه په دې با ب داسى وايي : "پولیس لگیا وو چی د جومات نه بهر مظاهره چېان د اوښکی بهونکي گاز په زور تیت و پرک کړی . په دې وخت کې د مظاهره کونکو د له جملى نه نا څاپه پر پولیسانو باندى ډزی شروع شوی او یو عسکر پکی ژوبل شو."

اوس امنیتی مامورانو لال مسجد محاصره کړیدی خو ‏حکومتی چارواکي وایی چی دوی نه غواړى له دېنه لوى جنجال نه جوړ شى.

د لال مسجد ملایانو په اسلام کی د اسلامی قانون د نافذولو اعلانونه کړیدی په دی نیزدې وختو کی د دی جومات شاگردانو یو شمیر پولیسان برمته کړی وو او د فحاشئ د یو مرکز نه یی یو څو ښځی هم برمته کړی وی.

په داسی ‏ حال کی چی د اسلام اباد د لال جومات خوا ته د جنگ مېدان لیدل کیده. د جومات په لاوډ سپیکر کې د اسی اعلان واوریدل شو چی ځوانانو راپاڅئ او ځانونه ووژنئ، یعنی ځان مرگي حملی وکړئ.

XS
SM
MD
LG