د لاس رسي وړ اتصالات

په اسلام اباد کې سخته نا رامــي


د دی جومات ملایانو حکومت ته گواښ کړیدى چی باید شرعی قوانین نافذ کړی. ملاېان وایی چی د اسلام آباد په لال جومات کی یو عسکر، یو کمره مین او څلور تنه شاگردان په نښته کی وژل شوی دی او له اتیا تنو نه زیات کسان زخمی شوېدي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر آفتاب شیرپاو وویل د لال جومات یا سره جومات شاگردانو نن هغه وخت په امنیتی قواوو ډزی وکړی چی د جومات د باندی د دوی د مظاهرو د خورولو لپاره له اوښکی بهونکی گاز نه کار واخیستل شؤ.

که څه هم د دی جومات د ملایانو او شاگردانو سره چارواکی له څو مېاشتو راهېسى جنجال لری خو له دی امله یی څه اقدام نشو کولای چی هغوى ځان مرگی حملو ته ونه پارول شی.

د پاکستان جمهور ریس تیره اونی خبریالانو ته وویل چی د دی جومات په غړو کی ځان وژونکی شته دی او دی ته آماده دی چی ځان مرگی حملی وکړی.

XS
SM
MD
LG