د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کی په یوه ځانو ژونکي برید کي د شپږ عسکرو په شمول نهه تنه وژل شوي


په شمالي وزیرستان کی په یوه ځانوژونکي برید کي د شپږ عسکرو په شمول نهه تنه وژل شوي د پاکستان په شمال غربی قباېلې سېمه کې د حکومت د عسکرو په ېو قطار باندی نن په یوې انتحاری حملې کې شپږ عسکر او دوه نور کسان ووژل شول.

د پاکستان د حکومت ماموران واېې چه ېوه سړی د چاودېدونکو موادو نه ډک خپل موټر په شمالی وزېرستان کې د افغانستان د سرحد سره نږدی د پاکستان د نظامی قواو د ېوه قطار سره وجنگاوه چه د شپږو عسکرو د وژلو نه علاوه څو کسان ېې زخمېان کړل.په خپله حمله کونکې هم ووژل شو.

سمدستی لا چا ددغه برېد مسولېت په غاړه ندی اخېستې.د امرېکا په مشرئ په افغانستان کې د طالبنو او القاعدې په خلاف د جنگ د شروع کېدو نه وروسته تراوسه پوری د طالبانو او القاعدې ډېر سړي شمالی وزېرستان ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG