د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن او گلاسکو کې د موټربم ناکامې حملى دا څرگندوى چې برتانېه هم د حملو ېو هدف دى.


د تېرې جمعى په ورځ دوه موټربمونه په لندن کې ونه چاودېدل او ورپسې د شنبى په ورځ ېو موټر د گلاسکو په هوايي مېدان کې له ترمېنل سره وجنگول سو.

د برتانېې لپاره د موټر بم حملى نوې خبره نده د اېرلند جمهورې پوځ ېا ( آى آر آې ) او له هغوى نه جلاسوې ډلې هم په تېرو وختونو کې له موټر بمونو نه کار اخېستى و.

خو په برتانېه کې په تازه حملو کې له نورو وساېلو نه کار اخېستل شوېدى. دوه کاله مخکى په برتانېه کې مسلمانو ځان وژونکېو په خپل شاپورې د چاودونکېو موادو نه ډکې بکسې تړلې وې او هدف ېې د لندن ترانسپورتى نظام و.

په بله دسېسه کې دهغوى نېت دا و چې په هغو هوايى پروازونو کې چاودنى وشى چې له لندن نه امرېکا ته کېدل، خو هغه دسېسه شنډه شوه، په دغه دسېسه کې له ماېع چاودونکېو موادونه ار اخېستل شوى و او الوتکو ته په پټه خېژول شوى وو.

پولېس په دې عقېده دي چې دوى له داسى ترورېستى ډلې سره مخامخ دى چې ېا له القاعده سره تړاولرى او ېا ېې دهغوى له نظرېې نه الهام اخېستى دى.

باب آېرز د استخباراتو او امنېتى چارو ماهر او دبرتانېې دشاهى انستېتېوت غړى وايي دى په دې عقېده دى چې دا حملى په عراق او افغانستان کې د برتانېې په برخى اخېستلو پورې اړه لرى.

باب آېرز په دې باب داسى وايي: "دتېرې اونې او تېرکال د اوړي په حملو کې موږ ېوازې د تاکتېک توپېر وېنو دا په ستراتېژېکو اهدافو کې توپېر ندى. داسلامى سرتېرو د حملو هدف دبرتانېې د خلکو په مخ کې پروت دى چې په خپل نقش باندى له امرېکا سره په عراق او افغانستان کې په دخالت له سره کتنه وکړى. موټر بمونه ېو تاکتېکى بدلون دى نه ستراتېژېکى بدلون."

د ترورېزم سره دمقابلې ماهران وايي هغه موټربمونه چې په تېره اونى کې په لندن کې پېدا او بمونه ېې شنډ شول هغه هغومره پېچلى نه وو څومره به چې د (I.R.A) بم جوړوونکېو پېچلى او پر مختللى جوړول. که څه هم دا ډېر پېچلى نه وو خو وژونکى ول.

بلېر جوهانېسن د استخباراتو ېوماهر وايي د تېرې اونى له بمونو نه داسى معلومېدل چې جوړوونکېو ېې د ځان وژونکېو په اندازه جذبه نه درلوده.

ځکه داخلک له صحنى نه تښتېدلى وو. که چېرې دا بمونه په مسلکى ډول جوړ شوي وى نو خامخابه چول شوى وى. د برتانېې لومړى وزېر گورډن براون وايي دى په دې عقېده دى چې دا ناکامې حملى له اسلامى سرتېرو سره تړاولرى.

براون په دى باب داسى وايي: "زه فکر کوم چې موږ ته پکاردي چې په هغه خطر باندى پوه سو چې موږ ورسره مخامخ ېو اوهغه القاعده او هغه خلک دى چى له القاعده سره تړاولرى. زه د پولېسو په تحقېقاتو باندى چې په دې برخه کې روان دى تبصره نه کوم خو په عمومى ډول موږ له داسى خلکو سره مخامخ ېو چې له القاعده سره په هغو پېښو کې تړاو لرى چې په ټوله نړۍ کې پېښې شوېدى."

باب آېرز امنېتى تحلېل کوونکى وايي چې دالقاعده کلېمه اوس په غرب کې دهرډول اسلامى ترورېستى ډلى لپاره دېو عام نوم په ډول کارول کېږى.

باب آېرز په دى باب داسى وايي: "زه فکر کوم چې لومړى وزېر چې په خپله وظېفه کې نوى دى دا کلېمه ېې داسلامى رادېکالانو او اورکېو ډلو لپاره په دې سبب استعمال کړه چې په اسانې سره دا ټول پرې تشرېح کړى.

القاعده چاته دهوېت کارتونه نه ورکوى او له القاعده سره په کار کولو څوک د وفادارى لوړه هم نه کوى. هغه څه چې موږ ورسره مخامخ ېوهغه ېو ه اورکۍ ډله ده چې په هغه نظرېه او فلسفه باندى عقېده لرى چې القاعده ېې هم پرې لرى. خو دا ضرور نده چې داخلک له نېژدى نه له ېوبل سره اړېکى ولرى او دالقاعدې کومه څانگه دې وي."

مخکېنى رپوټونه وايي چې په نېول شوو کسانو کې دوه تنه ډاکټران دى او په عراق او اردن کې روزل شوېدى. د دغومساېلو په باب لا تحقېقات په بېړه روان دى.

XS
SM
MD
LG