دپاکستان ېو معتبر قوماندان داسلام اباد په جومات کې د جنجال په شپږمه ورځ اسلامى سر تېرو وژلى دى.
د پاکستان پوځ ووېل ډگرمن هارون اسلام نن د ېکشنبى په ورځ له سر تېرو سره په ډزو کې کې ووژل شو.
دغو سر تېرو د اسلام اباد د لال جومات د دېوالونو شاته سنگر نېولى دى. د حکومت عسکرو د جومات په دېوالونو کې په چونو باندى په دې امېد لوى سوري جوړ کړېد چې په جومات کې په لسهاو اېسارې شوې نجونى چې هلته ېې تعلېم کولو وتښتېدلى شى.
د حکومت چارواکى وايي تر زرو کسانو پورې چې ښځې او ماشومان هم پکى شامل دى تر اوسه پورې په جومات کې دي.
عبدالرشېد غازي د حکومت پېشنهاد د بې قېد او شرطه تسلېمېدو لپاره رد کړېدى. هغه وايي دده ملاتړ او پلوېان داغوره گڼى چې د شهېدان شى.
د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف ووېل که سر تېري تسلېم نشى نو وبه وژل شى.
غازي د پاکستان تلوېزېون ته ووېل چې د ېکشنبى د ورځې په جگړه کې په جومات کې د ننه درې سوه کسان ووژل شول خو حکومت دهغه ادعا رد کړله.
غازي او دهغه ملاتړ چې غواړى د پاکستان په پاېتخت اسلام اباد کې د طالبانو په څېر دېنى قانون نافذ کړى په تېرو څومېاشتو کې څو څو ځلى د حکومت له قانون سره لاس او گرېوان شوېدى.
شاگردانو د جومات له مدرسې نه په اسلام اباد باندى ېو لړ چټک برېدونه وکړل او په دې لړ کې ېې ېو ځلى څو پولېسان او بدلمنى ښځې برمته کړلې.